نړۍ

پر ایران د اسراییلو بریدونو ته غبرګونونه

پر ایران د اسراییلو بریدیونو د نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي. په دغو بریدونو کې، چې د جمعې په ورځ سهار د ایران پر یو شمېر برخو تر سره شول، یو شمېر لوړپوړي ایراني چارواکي او اټومي ساینیس‌پوهان وژل شوي دی.

د سعودی عربستان، پاکستان او اندونیزیا په ګډون یو شمېر هېوادونو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی، خو طالبانو لاتراوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی، ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا په بریدونو کې لاس نه لري. خو یې ویلي، اسراییلو دا عمل د خپل ځان د دفاع لپاره ضروري بللی.

 امریکا د جمهوري‌پال ګوند ځینو مشرانو، په ځانګړي ډول د پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس په ګډون او د کانګرس مشر مایک جانسن د اسراییلو ملاتړ کړی دی.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي: «دا د اسراییلو د تاریخ یو پرېکنده پړاو دی. موږ د ایران اټومي ساینسپوهان هم په نښه کړي دي. دا عملیات به څو ورځې دوام وکړي.»

د ایران ستر مشر آیت‌الله علي خامنه‌ای ویلی دی: «صهیونستي رژیم نن سهار زموږ په ګران هېواد کې له خپلو شیطاني، وینو لړلو لاسونو سره یو جنایت ترسره کړ. دغه رژیم باید د سختې سزا تمه ولري. د خدای په فضل، د اسلامي جمهوري وسلوالو ځواکونو پیاوړی لاس به هغوی بې جزا پرېنږدي.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د دغه جنایت له امله، اسراییلو ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړی، چې حتمي به یې وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي: «نن شپه اسراییل په یوازې توګه پر ایران برید وکړ. موږ په دغو بریدونو کې شامل نه یو. زموږ تر ټولو مهمه موخه د امریکايي ځواکونو ساتنه ده.»

هغه زیاته کړې ده: «زه واضح وایم: ایران باید د امریکا پر ګټو یا پرسونل برید ونه کړي.»

د برېتانیا لومړی وزیر کیر ستارمر ویلي دي، چې د دغو بریدونو راپورونه اندېښمنونکي دي. هغه زیاته کړې: «موږ له ټولو خواوو غواړو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او ژر تر ژره کړکېچ کم کړي. دا ډول شدت هېچا ته ګټه نه رسوي.»

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره پيني وانګ هم د اسراییلو او ایران ترمنځ د وضعیت له خرابېدو سخت اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي، چې دا یو له مخکې نازک وضعیت نور هم بې ثباته کولی شي.

عمان، چې د ایران-امریکا د اټومي خبرو منځګړیتوب کوي، بیا ویلي چې دا عمل یو خطرناک، بې‌پروا شدت ګڼي، چې د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو اصول تر پښو لاندې کوي. د عمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «دا ډول یرغلګر او دوامداره چلند د سیمې ثبات ته جدي خطر پېښوي. د عمان سلطنت اسراییل د دغه شدت او پایلو مسؤل ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې دا خطرناک عمل په کلکه وځپي.»

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «اندونیزیا د اسراییلو برید پر ایران په کلکه غندي. دغه برید د سیمې موجود تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي او ښایي پراخې شخړې ته لار هواره کړي.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې «پر ایران د اسراییلو ښکاره یرغلونو په کلکه غندي او دا د دغه هېواد د حاکمیت او امنیت ضد عمل ګڼي، چې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي چې انټونیو ګوټرش د منځني ختیځ هر ډول پوځي شدت غندي.

هغه زیاته کړې: «هغه په ځانګړي ډول د اسراییلو بریدونو څخه د ایران پر اټومي تأسیساتو اندېښمن کړي، په داسې حال کې چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ایران او امریکا خبرې روانې دي.»

پاکستان هم دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.