د طالبانو ویاند، له آمو سره په خبرو کې، په کابل کې د داعش پر وړاندې د تېرې شپې نښته تایید کړه.
سرچینو ویلي، چې دغه نښته د کابل د پنځلسمې حوزې اړوند قصبه سیمه کې د نشه یي توکو ښارګوټي کې رامنځته شوې وه او طالب جنګیالیو په دغه نښته کې د داعش خراسان غړي په نښه کړې دي، خو د طالبانو ویاند د دغه پېښې په اړه له زیاتو جزییاتو ډډه کړې ده.
مجاهد ټینګار کوي، چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله او سازماني فعالیت نه لري، خو د دوی کمه اندازه حضور او فعالیت مني.