افغانستان

د کابل په لیلامي بازار کې د اورلګېدنې له امله سلګونه زره افغانۍ زیان

په څلورم مکرویان کې د لیلامیو بازار هټیوال وایي چې اورلګېدنه د سهار په درېیو بجو پیل شوه او څه د پاسه درې ساعته یې دوام درلود.

د څلورم مکرویان په بازار کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. په دغه بازار کې ډیری د لیلامي، میوو او ترکاریو پلورنځي وسوځېدل او د دې هټیو خاوندانو خپل ټول شته له لاسه ورکړل.

په دغه بازار کې تر ۱۰۰ زیاتو د لیلامیو، ترکارۍ او مېوو هټیو فعالیت درلود. ځینې هټيوال وايي، چې په دغه اورلګېدنه کې یې په سلګونه زره افغانیو زیان کړی دی.

یو هټیوال، ایمل په دې اړه وايي: «دلته مې د ۳۰۰ زرو افغانیو په ارزښت مېوه لرله اوس هم په هټي او هم ګودام کې هر څه له منځه تللي او له سکرو پرته بل هېڅ نه دي پاتې. اطفایه هم په وخت راونه رسېده.»

یو بل هټيوال، چې دلته یې لیلامي پلورل وايي په دغه اورلګېدنه کې یې تر یو میلیون زیات زیان لیدلی دی.

د مکرویانو په بازار کې د لیلامي جامو دغه پلورونکي تینګار وکړ: «د شپې مې هټي وتړله او د سهار پر درې نیمو بجو خبر شوم چې هټي مې اور اخیستی دی. دوه دری ساعته اورلګېدنې دوام درلود. د ترکاریو، لیلامي، سلمانۍ او میوو هېڅ پلورنځی روغ نه دی پاتې.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه له طالبانو غواړي، چې په نړیوالو معیارونو برابر د اوروژنې سیستم تیار کړي ترڅو اور پر خپل وخت مړ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیریت پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: «د اورلګېدنې لامل روښانه نه دی؛ خو بدمرغي دا ده چې مارکیټونه په معیاري ډول نه دي جوړ شوي.»

له دې مخکې هم په ۱۴۰۰ لمریز کال کې په څلورم مکرویان کې شاهین سوداګریز مرکز اور واخیست او هټيوالو په سلګونه زره افغانیو زیان ولید.

په دغه بازار (مارکېټ) کې یو خصوصي ښونځي، روغتیایي مرکز او ځینې پلورنځي وسوځېدل.

دا په داسې حال کې، چې د کابل ښاروالي د اوروژنې پر پرمختللو امکاناتو نه ده سمبال او هر کال د افغانستان پلازمینه د پراخو اورلګېدنو شاهده وي.