په خوست ولایت کې سرچینې امو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د (ولسي تړون) پروګرام تر لاندې د ۷۰ ښوونځیو د ودانۍ چارې نیمګړې پاتې دي.
خوست کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست څخه سرچینو ویلي، چې په د ۳۷۱ دولتي ښوونځيو له ډلې، ۱۲۰ ښوونځي یې ودانی نهلري.
خوست کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست څخه سرچینو ویلي، چې په خوست کې ۳۷۱ دولتي ښوونځيو له ډلې يې ۱۲۰ ښوونځي یې ودانی نهلري.
یادې سرچینې زیاتوي، چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د یادو ښوونځیو د ودانۍ چارې شل فیصده نیمګړي پاتې دي، چې له امله یې زرګونه ماشومان د بې سرپناه له ستونزو سره مخ دي.
سرچینې زیاتوي، چې یاد بېودانۍ ښوونځي د خوست ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې شتون لري، چې زده کوونکو یې د باران او لمر پر وخت ونو تر لاندې درس وايي.
د سیمې اوسېدونکي له نړیوال بانک غوښتنه کوي، چې د یادو ښوونځیو پاتې چارې بشپړې کړي، تر څو یې ماشومان په ارامه چاپیریال کې زده کړو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ودانیو چارې د جمهوریت د سقوط وروسته درېدلي دي.