د تهران والی محمدصادق معتمدیان وايي، په دې ولایت کې ۸۰۰ زره بېسنده افغان کډوال شتون لري او د دغو کډوالو قانوني مهلت پای ته رسېدلی دی.
هغه ټینګار کړی، چې د دغو کډوالو حضور نور بېقانونه ګڼل کېږي او که هغوی پیدا شي، نیول کېږي او خپل هېواد ته بېرته استول کېږي.
هغه له ایرنا خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د ۷۰ زره میلیاردو تومانو بودیجې ځانګړتیا او د اتباعو د منظمولو پر محور راڅرخېدې.
څو ورځې وروسته له هغې چې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د حکومت د افغان وګړو د جبري شړلو پراخ بهیر پیل کړی، د ایران د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې په تېرو اته میاشتو کې شاوخوا یو میلیون بېسنده افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.
د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۷مه، د مشهد استازي او د هېواد د داخلي چارو کمېسیون غړي، علياصغر نخعيراد، په یوه خبري غونډه کې وویل: «سره له دې چې نږدې یو میلیون افغان اتباع په تېرو اته میاشتو کې بېرته ستانه شوي، خو بیا هم د هغوی له وتلو احساس نه کېږي، ځکه هغوی بیا یا د پاسپورت او قانوني لارو، یا هم په ناقانونه توګه بېرته ایران ته راګرځي.»
هغه د دې وضعیت یو دلیل د بېلابېلو ادارو جلا جلا پرېکړې وبللې چې «هره اداره د خپلو شرایطو او سازماني لېوالتیاوو له مخې د اتباعو په اړه عمل کوي.»
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.
دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بېساري ډول زیاته شوې ده.