کډوالي

ایران او پاکستان په لسو ورځو کې له ۶ زرو زیات افغان کډوالې کورنۍ ایستلي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼو پربنسټ په تېرو لسو ورځو کې (د غبرګولي ۱۰مې تر ۱۹مې) ایران او پاکستان ۶زره او ۳۲۵ افغان کډوالې کورنۍ ایستلي دي.

د دې موندنو له مخې، په دې موده کې  ۵زره او ۵۰۷ کورنۍ له ایران څخه او ۸۲۳ کورنۍ له پاکستانه، هم په اختیاري او هم په جبري توګه، افغانستان ته ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تر اوسه د وروستیو درې ورځو د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېرې نه دي خپرې کړې.

په وروستي راپور کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت تېر پنجشنبه وویل چې ۷۷۵ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي، چې له دې ډلې ۷۱۵ کورنۍ له ایران او ۶۰ کورنۍ له پاکستانه شړل شوي دي.

دغه شمېرې ښيي، چې د تېرې اوونۍ په شپږو ورځو کې ۴۹۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۶۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، او یوه کورنۍ د پکتیکا له انگور اډې پولو څخه هېواد ته راغلي دي.

همدارنګه، ۳زره او ۶۵۵ کورنۍ د اسلام‌قلعې له لارې، ۱زر او ۱۱۸ کورنۍ د پل‌ابریشم له لارې، او ۱۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.  

دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.