افغانستان

یو شمېر اوسېدونکي د اختر لومړۍ ورځ یې د سړک پر غاړه د کار د پيدا کولو په تمه تېره کړې

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اختر لومړۍ ورځ یې د سړک پر غاړه د کار د پيدا کولو په تمه، تېره کړې ده. دوی زیاتوي، چې بې زولي د دې لامل شوې، څو دوی د اختر په ورځو کې هم د کار په لټه له کوره دباندې ووځي.

د اختر لومړۍ ورځ او د هرات ښار؛ عبدالمنان له سهاره د کار په لټه له کوره راوتلی او دلته په سړک کې انتظار باسي. له ډېرو هڅو سره سره، خو بیا هم په دې نه دی بریالی شوی، چې کار پيدا کړي. وايي چې بې وزلي دې ته اړ کړی چې حتا د اختر په ورځو کې هم د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره، په کار پسې راووځي.

عبدالمنان، د هرات اوسېدونکی، وایې: «باور مو راځي که نه، ما هېڅ کار نه دی کړی. زما د کورنۍ غړي یوولس کسان دي، ما ته یې وویل چې زموږ اخترۍ راکړه، تېره ورځ مې هر نفر ته شل افغانۍ اخترۍ ورکړ.»

له عبدالمنان سربېره، یو شمېر نور کسان هم د هرات په دې برخه کې، ورته کیسه لري. د کمو کاري فرصتون، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزې. د اختر د میوې پلورونکي هم ټينګار کوي چې سږکال د هرات د مېوو بازار د تېر په څېر خوندوره نه وه.

صادق، د هرات اوسېدونکی، وایې: «نن یوازې یوه کس، ما ته یوه کیلو غوښه راکړه او یوه بل کس هم د څو وچو ډوډیو مرسته راسره وکړه. هېڅ کار نشته، د اختر ورځ ده او د کار د پیدا کېدو په هیله له کوره راوتلی یم، خو هېڅ کار مې نه دی کړی».

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د هېواد د نورو سیمو خلکو هم آمو ته ویلي وو، چې د سختو اقتصادي ستونزو، د طالبانو د محدودیتونو له امله او همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبانو بې ساري صلاحیتونو د اختر پر چمتوالي اغېزه پریښې ده. دوی همداراز خبرداری ورکوي، چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځواکونو په دې وروستیو اونیو کې خپلې پلټنې زیاتې کړي او پر خلکو یې محدودیتونه څو برابره زیاتې کړې دي.