د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده په اختریزه وینا کې، له خپلمنځي اختلافاتو او احتمالي پاشل کېدو ډار له ورایه ښکارېده.
یو شمېر نور بیا وايي، چې پر اطاعت د طالبانو د مشر پر له پسې ټينګار د دې ښکارندویي کوي چې دوی کورنۍ او بهرنۍ مشروعیت نه لري او په ترلاسه کولو کې یې هم پاتې راغلې دي.
د طالبانو مشر پرون شنبې د اختر د لمانځه پر مهال، په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې که طالبان له ده څخه اطاعت و نکړي او متحد پاتې نه شي، نو د دوی نظام به وپاشل شي.
پر اطاعت او د دوی په منځ کې، له اختلافاتو د مخنیوی په اړه، د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده پر له پسې ټينګار، په ظاهره کې د نوموړي د وینا په مهمې برخې بدله شوې ده. لکه څنګه چې نوموړي پرون د اختر د لمانځه پر مهال په خپله وروستي وینا کې یو ځل بیا د طالبانو په منځ له اختلافاتو اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې که طالبان له ده څخه اطاعت ونکړي، د دوی نظام به وپاشل شي.
د سیاسي چارو کارپوهان بیا ټینګار کوي، چې د طالبانو د مشر په وروستي وینا کې، اندېښنې په جدي توګه او له ورایه ښکارېدلې.
نجیبالرحمان شمال، د سیاسي چارو کارپوه: «د سیاستوالو ترمنځ اختلافات، په افغانستان کې د نظامونو او لویو دیکتاتوریو د سقوط لامل شوی دی او د طالبانو او د دوی د مشر اندېښنه له دې خاطره ده، چې د دوی نظام په راپرځول کېږي او په دې اړه شک او ګمان شتون نلري چې طالبان به د خپلو خپلمنځي اختلافونو له امله سقوط کوي.»
یو شمېر نور هم وايي، چې چې پر اطاعت د طالبانو د مشر پر له پسې ټينګار د دې ښکارندویي کوي چې دوی کورنۍ او بهرنۍ مشروعیت نه لري او په ترلاسه کولو کې یې هم پاتې راغلې دي.
سردار محمد رحیمي، د سیاسي چارو کارپوه: «هغه رژيمونه چې د حکومت بنسټونه یې د خلکو له ارادې پرته او د زور یا د معاملې له مخې جوړې شوې وي، سقوط تل هغوی ګواښي. هم له ناراضي وګړو څخه چې انساني مصیبتونو ستړي کړي دي او هم د نړیوال مشروعیت نه شتون چې دوی تر اوسه نه دی ترلاس کړی، له همدې امله دوی باید هم ډېر اندېښمن واوسي.»
له دې ټولو سره، د هېواد یو شمېر وګړي بیا ټینګار کوي، چې د هرې ورځې په تطرېدو سره، هېواد کې کړکېچونه زیاتېږي، خو د طالبانو مشر په خپلو ویناوو کې د هغو موضوعاتو په اړه خبرې نه کوي چې خلک ورته اړتیا لري. د دوی په خبره، د نوموړي ویناوې تر ډېره د طالبانو د واکمنۍ د ساتنې پر څرنګوالي راڅرخي او د خلکو د غوښتنو او هیلو پر وړاندې په ځانګړې توګه انجونو د زده کړو او کار حق په اړه بې پروا دی.