د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

طالبانو په کندهار او کابل کې د اختر لمونځ د سختو امنیتي تدابیرو تر سیورې لاندې ادا کړ

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د سږني لوی اختر لمونځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د دوی د مشر، هبت‌الله اخوندزاده، په امامت ادا شوی او زرګونه کسانو پکې ګډون کړی و.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د کندهار عیدګاه شاوخوا ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

له دې وړاندې سرچینو آمو ته ویلي وو، چې د کندهار پوهنتون پر لار تګ راتګ محدود شوی او د اخوندزاده ځانګړي محافظتي ځواکونه د لمانځه د ځای شاوخوا ځای پر ځای شوي دي.

په کابل کې هم د لوی اختر لمونځ د طالبانو د مشرانو په ګډون د ارګ په انګړ کې ترسره شوی، چې پکې د طالبانو رئیس‌الوزرا حسن اخند هم ګډون کړی و.

خو د خپرو شویو انځورونو له مخې، ځینې مهم مشران لکه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په دې مراسمو کې نه وو حاضر.

له دې مخکې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، عبدالکبیر، د کوچني اختر لمونځ جلا، د سپیدار ماڼۍ کې، چې د ارګ ترڅنګ ده، ادا کړی و.

دغه وضعیت یو لړ اندېښنې راپارولي او دا اوازې یې زیاتې کړي چې ښایي د طالبانو د مشرتابه ترمنځ داخلي اختلافونه موجود وي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، چې اختر لمونځ د سختو امنیتي تدابیرو لاندې او د خلکو د کم ګډون سره ترسره شو.

همداراز، د طالبانو ویاند د تېرو کلونو په څېر، د ملا هبت‌الله اخوندزاده هیڅ تصویر نه دی خپور کړی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اختر له ورځې یوه ورځ وړاندې، په مکه او بیت‌المقدس ښارونو کې سلګونه زره مسلمانانو د لوی اختر لمونځ ادا کړی و.

همداراز، طالبان مخکې پرېکړه کړې وه چې د اختر په لومړۍ ورځ به د افغانستان ټول مخابراتي شبکې لنډمهاله بنده کړي؛ له همدې امله، د سهار له پنځو بجو څخه د لسو نیمو بجو پورې مخابراتي خدمتونه نه وو فعال.