د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال، جنتنر دراموند د هغو افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه، چې په دې ایالت کې مېشت شوي.
د ښاغلي دراموند دغه غوښتنه له پراخ غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د دراموند په وینا، دغه کډوال، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوريخواه والي کوین سټېټ په ملاتړ او مرسته اوکلاهوما ته راغلي، سمه ارزونه یې نه ده شوې او د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.
ښاغلي دراموند په یوه اعلامیه کې ویلي: «زرهګونه افغان کډوال پرته له بشپړې ارزونې اوکلاهوما ته انتقال شوي او دا چاره د ایالت امنیت له خطر سره مخ کوي.»
هغه دوه تاوتریخجنې پېښې یادې کړې، چې ګواکي له افغان کډوالو سره تړاو لري، چې یوه پکې د اوکلاهوما ښار کې د ټاکنو د ورځې ګواښ و.
دغه امریکايي لوی څارنوال دا هم وویل چې د اوکلاهوما مالیه ورکوونکي د دغو کسانو د بیا مېشتېدو لګښتونه ورکوي، حال دا چې «بهرني وګړي» چې ښه نه ارزول کېږي، یو ګواښ ګڼل کېږي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو، ، پر وګړو د سفر بندیز ولګاوه، او ښاغلي دراموند هم د همدې پالیسۍ په یادولو سره، دا غوښتنه وکړه چې نور افغان کډوال دې په دې ایالت کې نه مېشت کېږي.
هغه له والي کوین سټېټ وغوښتل چې هغه اجازه لغوه کړي چې د بایډن حکومت ته ورکړل شوې وه، ترڅو افغان کډوال په اوکلاهوما کې مېشت شي.
له بلې خوا، د اوکلاهوما والي کوین سټېټ، چې یوه جمهوريخواه دی، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د بایډن حکومت د افغانستان څخه د خوندي وتلو په برخه کې پاتې راغلی، او دا ناکامي د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کړې.
هغه زیاته کړه: «دغه خلک زموږ ځواکونو ته په خطرناکو جنګي شرایطو کې مرسته کړې، او هغوی د طالبانو لاس ته پرېښودل نه منل کېدونکی عمل دی.»
سټېټ همدارنګه دراموند تورن کړ چې له خپل رسمي مقام څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره استفاده کوي.