د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۱۶ – د ۸ بجو خبرونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکو آمو ته ویلي چې طالبانو د دوی کورنۍ تر سخت فشار لاندې راوستې او هڅه کوي چې د نیولو او حتی مرګ ګواښونو سره د دوی د کار د دوام مخه ونیسي.

دغو ښځو زیاته کړې چې طالبانو په وار وار دوی او د دوی کورنیو ته ګواښونه کړي او خبرداری یې ورکړی چې که کار ته دوام ورکړي نو وبه نیول شي.

د دوی په وینا، د طالبانو یو شمېر غړو حتی دا کارکوونکي په مرګ ګواښلي دي.

خو، طالبان د دې راپورونو په وړاندې چوپ دي.