په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو ملاتړی بنسټ «افغان ایوک» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي فرمان په غبرګون کې، چې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو د سفر مخه نیسي، ویلي دي چې دا فرمان د امریکا د ملي امنیت په موخه نه، بلکې «یوه سیاسي ننداره» ده.
که څه هم ښاغلي ټرمپ په یوه ویډیویي پیغام کې د دې فرمان په اړه د امریکا د کلورادو ایالت په بولدر ښار کې وروستي «ترهګریز» برید ته اشاره کړې، خو یاد بنسټ وايي چې دا فرمان څو اونۍ وړاندې چمتو شوی و او یوازې ځنډول شوی و.
افغان ایوک څرګنده کړې چې ډونالډ ټرمپ له دې برید څخه د امریکا د خلکو د «عامو ذهنیتونو» په فضا کې د خپلو سیاسي تګلارو د پراخ تبلیغ لپاره استفاده کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «دا مشري نه ده، دا فرصتطلبي ده.»
یاد بنسټ ټینګار کړی: «د افغانستان شاملول، هغه داسې هېواد چې خلک یې شل کاله د امریکا له پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ وو، یو اخلاقي شرم ده. دا زموږ متحدینو، زموږ پخوانیو سرتېرو او هر هغه ارزښت ته توهین دی چې موږ یې د ملاتړ ادعا لرو.»
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د یوه نوي فرمان په لاسلیک کولو سره، د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر محدودیتونه وضع کړل.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شوی، ویلي دي: «موږ نشو کولای له هر هغه هېواد څخه آزاد کډوالي ولرو، چې موږ نه شو کولای په خوندي توګه او د باور وړ ډول پلټنه او ارزونه يې وکړو. له همدې امله، نن ما یو نوی اجرائیوي فرمان لاسلیک کړه چې د یمن، سومالیا، هایټي، لیبیا او نورو هېوادونو د وګړو لپاره د سفر محدودیتونه وضع کوي.»
هغه د کلورادو ایالت د بولډر ښار وروستي برید ته اشاره وکړه، چې د مصر یو وګړي د هغو کسانو پر وړاندې تر سره کړ، چې د اسرائیلي په ملاتړ یي لاریون کړی وو.
هغه وویل دا پېښه دا خطرونه جوتوي چې د ناسمو ارزونو له امله، بهرني کسان يي له ځانه سره راولي.
د افغان وګړو لپاره استثناوې
په دې فرمان کې، د افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د اتباعو او پناه غوښتونکو لپاره استثناوې هم په پام کې نیول شوې دي، او ویل شوي چې دا نوی فرمان به پر دوی نه تطبیقېږي.
د فرمان له مخې، هغه افغانان چې د امریکا ځانګړې مهاجرتي ویزه لري، کولای شي لا هم امریکا ته سفر وکړي. همداراز، هغه افغانان چې د امریکا دایمي قانوني اقامت یا «ګرینکارډ» لري، هم د سفر اجازه لري.
همداراز، هغه افغانان چې دوه تابعیته دي او د بل هېواد پاسپورټ لري، که د هغه پاسپورټ له لارې سفر کوي، د دې بندیز څخه خلاص دي.
هغه کسان چې د کورنۍ له لارې د مهاجرت ویزه لري، لکه میړه، مېرمن یا کوچني ماشومان، هم امریکا ته د ورتګ اجازه لري.
د فرمان له مخې، هغه کسان چې د نړیوال جام یا المپیک سیالیو ته د لوبغاړي یا روزونکي په توګه راځي، کولای شي امریکا ته ننوځي شي.