د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد د ولسوالی د سیاسی، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال، مهدي رجبی، وايي چې هره ورځ له څلور زرو څخه زیات بيسنده افغان کډوال د دوغارون له پولی څخه خپل هېواد ته ستنېږي.
رجبي له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «د روان هجري لمرېز کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې تر اوسه، د دوغارون له نړیوالې پولې څخه د ټول هېواد له بېلابېلو سیمو راټول او پېژندل شوي ناقانونه افغان وګړو ایستنه د تیرې غويي میاشتې په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاته شوې ده.»
نوموړي زیاته کړه، تمه کېږي دا شمېرې د لوی اختر او په افغانستان کې د رسمي رخصتیو له نژدې کېدو سره لا هم ډېرې شي.
د تایباد د ولسوالی مرستیال روښانه کړه: «هغه ناقانونه افغان اتباع چې په ۱۱ ولایتونو کې نیول کېږي، د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.»
د هغه په وینا، په ټول ایران کې د بهرنیو ناقانونه وګړو پېژندل او بېرته ستنول د کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
هغه وویل: «دوغارون د افغان ناقانونه اتباعو د وتلو تر ټولو اصلي دروازه ده، او د هغوی د اسانه ایستنې لپاره ټول زیربنايي تسهیلات برابر شوي دي.»
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.
دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بېساري ډول زیاته شوې ده.