د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د سفیر په کچه لوړول، د چین، پاکستان او طالبانو بهرنیو چارو وزیران د می میاشتې د غیررسمي درېاړخیزو خبرو پایله ده.
ویل شوي چې دغه غونډه تېره میاشت د چین، طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په غیررسمي ډول د بیجینګ په ښار کې جوړه شوې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې پر «ترهګرۍ سره مبارزه، د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول، سوداګرۍ او اقتصاد» خبرې شوې وې.
اوس د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا پرمختګ — یعنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سفیرانو کچه اړیکو ته ارتقاء — «یو مهم او مثبت ګام» بللی او ویلي یې دي چې چین له دې پرېکړې هرکلی کوي.
لین جیان ویلي دي: «دا یو مهم او مثبت اقدام دی، چې له دواړو هېوادونو (طالبانو او پاکستان) څخه د می میاشتې د غیررسمي درېاړخیزې غونډې د پایلو د عملي کېدو لپاره ترسره شوی.»
هغه ټینګار کړی، چې چین چمتو دی خپلو هڅو ته د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره دوام ورکړي.
له دې مخکې هم طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په جلا جلا اعلامیو کې اعلان کړی و، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه به د سفیرانو په معرفي کېدو لوړه کړي.
له هغه وخت راهیسې چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شوي، پاکستان د طالبانو یو شارژ د افیر په اسلاماباد د افغانستان سفارت لپاره منلی و، او خپله یې هم په کابل کې یو شارژ د افیر معرفي کړی و. خو دا لومړی ځل دی چې دواړه لوري، تر نږدې درې نیمو کلونو وروسته، یو بل ته سفیران معرفي کوي.
د چین له خوا له دې پرېکړې هرکلی داسې مهال کېږي، چې د افغانستان په اړه د ایران او روسیې چارواکو ترمنځ هم تازه خبرې شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا عمومي رئیس، محمدرضا بهرامي ویلي، چې تازه یې د افغانستان د چارو لپاره د روسیې له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، سره خبرې کړې دي.
هغه په اېکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د خبرو اصلي محور «د افغانستان وروستي تحولونه» وو، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.