د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د یوه نوي فرمان په لاسلیک کولو سره، د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر محدودیتونه وضع کړل.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شوی، ویلي دي: «موږ نشو کولای له هر هغه هېواد څخه آزاد کډوالي ولرو، چې موږ نه شو کولای په خوندي توګه او د باور وړ ډول پلټنه او ارزونه يې وکړو. له همدې امله، نن ما یو نوی اجرائیوي فرمان لاسلیک کړه چې د یمن، سومالیا، هایټي، لیبیا او نورو هېوادونو د وګړو لپاره د سفر محدودیتونه وضع کوي.»
هغه د کلورادو ایالت د بولډر ښار وروستي برید ته اشاره وکړه، چې د مصر یو وګړي د هغو کسانو پر وړاندې تر سره کړ، چې د اسرائیلي په ملاتړ یي لاریون کړی وو.
هغه وویل دا پېښه دا خطرونه جوتوي چې د ناسمو ارزونو له امله، بهرني کسان يي له ځانه سره راولي.
ولسمشر ترمپ ټینګار وکړ چې هغه کسان چې د لنډمهالې ویزې له لارې امریکا ته راځي او له ټاکلې مودې زیات پاتې کېږي، امریکا هغوی نه غواړي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د بایډن د حکومت پر کډوالی پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ یو په بل پسې د ترهګریزو بریدونو شاهدان یو، هغه بریدونه چې د بهرنیو کسانو له خوا تر سره شوي چې له خطرناکو سیمو راغلي او دلته د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته پاتې دي. د بایډن د خلاصو دروازو د سیاست له امله، اوس میلیونونه او میلیونونه ناقانونه کسان زموږ په هېواد کې دي، هغه کسان چې باید دلته نه وای.»
هغه په ویډیو کې ټینګار وکړ چې اجازه به ورنه کړي هغه څه چې په اروپا کې پېښ شوي، امریکا ته هم پېښ شي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «له همدې امله، ما د خپل دفتر د بیا نیولو په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو وزیر ته امر وکړ چې د لوړ خطر لرونکو سیمو امنیتي ارزونه وکړي او سپارښتنې وړاندې کړي چې کوم ځایونه باید د محدودیتونو لاندې راشي. د دغو تهدیداتو له ډلې چې ارزونه یې شوې، د ترهګرو پراخ شتون، د ویزې د امنیت په برخه کې د همکارۍ نشتوالی، د مسافرو د هویت د تایید نشتوالی، د جرمي سوابقو ناقص ثبت، او د ویزې له مودې د زیاتې پاتې کېدنې لوړ کچه، شامل دي.»
د امریکا ولسمشر وویل، له همدې امله یې یو نوی اجرائیوي فرمان لاسلیک کړې چې د یمن، سومالیا، هایټي، لیبیا، افغانستان او نورو هېوادونو پر اتباعو امریکا ته د سفر محدودیتونه وضع کوي. خو ټینګار یې وکړ چې دا محدودیتونه به د ایجاد شوي خطر کچې ته په کتو سره تنظیم شي.
ترمپ وویل: «دا لېسټ د دې پر بنسټ بیاکتل کېدای شي چې آیا اساسي پرمختګونه شوي که نه. همداراز، که چېرې نور ګواښونه راپورته شي، نو نوي هېوادونه به هم پکې ور اضافه شي.»
هغه زیاته کړه، امریکا به هغه کسانو ته چې د زیان رسولو نیت لري، د ننوتلو اجازه ورنه کړي، او هېڅ شی به د امریکا د امنیت د خوندي ساتلو مخه ونه نیسي.
د افغان وګړو لپاره استثناوې
په دې فرمان کې، د افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د اتباعو او پناه غوښتونکو لپاره استثناوې هم په پام کې نیول شوې دي، او ویل شوي چې دا نوی فرمان به پر دوی نه تطبیقېږي.
د فرمان له مخې، هغه افغانان چې د امریکا ځانګړې مهاجرتي ویزه لري، کولای شي لا هم امریکا ته سفر وکړي. همداراز، هغه افغانان چې د امریکا دایمي قانوني اقامت یا «ګرینکارډ» لري، هم د سفر اجازه لري.
همداراز، هغه افغانان چې دوه تابعیته دي او د بل هېواد پاسپورټ لري، که د هغه پاسپورټ له لارې سفر کوي، د دې بندیز څخه خلاص دي.
هغه کسان چې د کورنۍ له لارې د مهاجرت ویزه لري، لکه میړه، مېرمن یا کوچني ماشومان، هم امریکا ته د ورتګ اجازه لري.
د فرمان له مخې، هغه کسان چې د نړیوال جام یا المپیک سیالیو ته د لوبغاړي یا روزونکي په توګه راځي، کولای شي امریکا ته ننوځي شي.
په دې اجرائیوي فرمان کې، چې د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه خپور شوی، د افغانستان پر ضد د بندیز دلیل دا ښودل شوی چې دا هېواد د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، هغه ډله چې د امریکا له خوا د «نړیوالو ترهګرو» په ځانګړي لېسټ کې شامله ده.
همداراز، په فرمان کې ویل شوي چې افغانستان نه یو باثباته یا همکاره مرکزي بنسټ لري چې پاسپورټونه یا نور ملي اسناد صادر کړي، او نه هم د شالید ارزونې او امنیتي پلټنو لازم سیسټمونه لري.