له خوست ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د اختر په درشل کې د ښوونکو د دوه میاشتني معاشونو له حوالې وروسته، پر بانکونو له ګڼه ګوڼې سره سره د بانکونو «اېټيام» سېسټم هم غیر فعاله شوي دي.
سرچینو د چهارشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) وویل، چې د څو ورځو راهیسې په بانکونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده او تر څنک یې د طالبانو ځانګړي ځواکونو د خپلو امنتیتي کارمندانو د معاشونو د اخېستو لپاره کلک امنیتي تدابیر هم نیولي دي.
د سرچینو په خبره، د ښوونکو معاشونه په بودېجه کې د ځینو ستونزو له امله دوه میاشتې ځنډلي و، چې د اختر لپاره ورته حواله شوي دي.
ځینې ښوونکي شکایت کوي، چې لومړۍ يې په میاشتو میاشتو معاشونه بند وي، خو وروسته په داسې ورځو کې حواله شي چې د اختر لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې وي.
یاد ښوونکي زیاتوي، چې اوس په بانکونو کې دومره بېروبار دی، چې د بې نوبتۍ او «اېټيام» ماشین د خراب سیسټم له کبله یې یوازې ننداره کوي او په خپله د معاشونو د اخېستو تمې نلري.
یو ښوونکی چې د نوم له اخېستو ډاډه کوي، له آمو سره په خبرو کې وايي: «نن مې دویمه ورځ ده، چې بانک ته راځم خو نوبت نه راځي. د طالبانو خپل کسان راشي په واسطه ننوځي او ځینې حتا په ځور ننوځي او معاش په څو دقیقو کې ترلاسه کوي. هیله زموږ غم پر وخت وخوړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم ځینو ښوونکو او کارمندانو ته د بانک د کمزوري سیسټم او د بې مسلکه کارمندانو او زیات بېروبار له امله معاشونه له اختر څخه وروسته ورکړل شوي دي.