کډوالي

ایرانی چارواکی: بې‌سنده افغان کډوال په هېڅ ډول شرایطو کې نشي کولای په ایران کې پاتې شي

د ایران د پولیسو د عمومي قومندانۍ ویاند، سردار سعید منتظرالمهدی وايي، چې بې سنده افغان کډوال به په هېڅ ډول شرایطو کې په ایران کې د پاتې کېدو اجازه و نه لري.

د ایراني رسنیو په حواله، ښاغلي المهدي ویلي، چې پولیس د ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو پر وړاندې د جدي برخورد هوډ لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې بهرني ناقانونه کسان هېڅ ډول شرایطو کې نشي کولای په ایران کې پاتې شي.

د هغه په وینا، پولیسو تېر کال د هېواد په کچه له ۱زر او ۲۰۰ زیات چټک عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې، یې له یو میلیون او ۱۷۶ زرو زیات بې سنده افغان کډوال پېژندل شوي او راټول شوي دي. دغه کسان د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته خپل هېواد ته استول شوي دي.

د فراجا ویاند همداراز زیاته کړه چې د پولیسو د عمومي قومندان له خوا د بې‌سنده افغان کډوالو د راټولولو د بهیر د دوام او چټکتیا ټینګار شوی، او دا موضوع لا هم د پولیسو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.  

دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

په راپور کې راغلي: «په ځانګړې توګه اندېښنه هلته زیاته شوې چې اوس له ایران څخه د ایستل شویو کسانو په ډله کې د کورنیو شمېر خورا لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېرو میاشتو کې زیاتره ایستل شوي کسان یوازېني ځوانان ول.»