کډوالي

د کډوالو نړیوال سازمان: په تېره یوه میاشت کې ایران نږدې ۱۶زره افغان کډوالې کورنۍ ایستلي

د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.  

دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

په راپور کې راغلي: «په ځانګړې توګه اندېښنه هلته زیاته شوې چې اوس له ایران څخه د ایستل شویو کسانو په ډله کې د کورنیو شمېر خورا لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېرو میاشتو کې زیاتره ایستل شوي کسان یوازېني ځوانان ول.»

د اپرېل میاشتې له ۶زره او ۸۷۹ کورنۍ له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي وو.

دغه راز د مې میاشتې د بې‌سندو کورنیو د ایستلو شمېر د ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله له درې برابرو هم اوښتی ده.

دغه زیاتوالی وروسته له هغې ثبت شوی چې ایراني چارواکو تازه اعلان کړی چې غواړي د افغان وګړو ایستل لا ډېر پراخ کړي.

د مې میاشتې په پای کې یوه عامه خبرپاڼه خپره شوه، چې پکې ټولو بې‌سندو افغانانو ته د جولای تر شپږمې پورې وخت ورکړل شوی، څو له ایران څخه ووځي.

د کډوالو نړیوال سازمان په وینا، اټکل کېږي چې دا پرېکړه تر ۴ میلیونه پورې افغانان اغېزمن کړي.