د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سهشنبې په ورځ د طالبانو سره د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې باید د هند نیابتي ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د «ترهګریزو فعالیتونو» لپاره ونه کارول شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي دغه څرګندونې پېښور ښار ته د سفر پر مهال وکړې. په دې سفر کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر، د فدرالي حکومت لوړپوړي دفاعي او امنیتي وزیران، او د دغه هېواد د استخباراتو د ادارې (آیاېسآی) مشر له هغه سره ملګري وو.
د یادونې وړ ده، چې د شهباز شریف تر مشرۍ لاندې حکومت، وروسته له هغې چې پاکستان له هند سره څلور ورځنۍ شخړه تجربه کړه، عاصم منیر ته د پوځ تر ټولو لوړ پوځي لقب «مارشال» ورکړ.
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا له قبایلي مشرانو سره په یوه جرګه کې وویل چې د «د هند تر ملاتړ لاندې ترهګریزو شبکو» له منځه وړو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: «د پښتنو مېړانه، زغم، او نه ماتېدونکی اراده، زموږ د ملي تاریخ یوه ویاړلې پاڼه ده.» نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د افراطي فکر پر ضد یو موټی شي او د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.
شهباز شریف دا ژمنه هم وکړه چې د خیبر پښتونخوا سوله به «په هره بیه» وساتل شي او له ځوانانو یې وغوښتل چې د ملي یووالي، پرمختګ او د هېواد د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو هغوی له وړاندې رد کړې وه چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو لخوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیتونه ترسره کېږي.
د شهباز شریف دا سفر پېښور ته، د پاکستاني امنیتي چارواکو سره یو ځای، په داسې وخت کې ترسره شو، چې سرچینو «آمو» ته ویلي وو، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې تېره ورځ سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، او خلک له تګراتګ څخه منع شوي وو.
سرچینو زیاته کړې چې حتی د ناروغانو د انتقال اجازه هم نه وه ورکړل شوې.
په سیمه کې مېشت یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د پاکستان حکومت او پوځ د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلي بللي، او ویلي یې دي چې پوځ او دولت باید خپله ناتواني د خلکو د ځورولو له لارې جبران نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خیبر پختونخوا اوسېدونکو د پاکستان پوځ په بریدونو کې تل انساني او مالي زیانونه لیدلي دي. د دغې سیمې خلکو وايي، چې د پاکستان پوځ د پښتنو سیمو په ناامنی کې لاس لري.