د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د طالبانو لهخوا د بدني مجازاتو د زیاتوالي په کلکه غندنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې د دورو وهلو سزاوې ودروي.
هغه د دوشنبې په ورځ په خپل اکسپاڼه کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ پناه غوښتونکی نباید په زوره بېرته افغانستان ته واستول شي.
ښاغلي بنټ لیکلي: «تېره اونۍ په افغانستان کې، واکمنو چارواکو (طالبانو) لږ تر لږه ۶۳ سړي او ۴ ښځې په علني ډول په دورو ووهل. دا ظالمانه سزاوې چې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، په ۲۰۲۵ کال کې په پراخه توګه زیاتې شوې دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.»
هغه دغه کړنې د طالبانو د سرکوبګرې څېرې یادونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ته غاړه کې نږدي.
د نوموړي په وینا، سږکال د بدني سزاوو د پام وړ زیاتوالي، د پناه غوښتونکو جبري بېرته ستنیدنه لا هم خطرناکه کړې ده.
د بشري حقونو سازمانونه هم په دې وروستیو میاشتو کې له افغانستانه د علني سزاوو، په ځانګړې توګه د دورو وهلو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي.
سره له دې چې نړیوالې ټولنه په وار وار غوښتنه کړې چې دا ډول سزاوې ودريږي، طالبان لا هم دا د «اسلامي شریعت» د پلي کولو یوه برخه بولي.
د ښاغلي بنت څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه، د افغان پناه غوښتونکو د جبري ایستلو لړۍ دوام لري؛ داسې یوه لړۍ چې د ملګرو ملتونو او خیریه بنسټونو په وینا، د بېرته ستنیدونکو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.