په داسې حال کې، چې طالبانو په خپل د امر بالمعروف قانون کې د ژوندي موجوداتو د انځور خپرول او نندارې ته وړاندې کول منع کړي دي، د صنعت اوونۍ نندارتون د طالب مشرانو او غړو، لکه ملا عمر، سراجالدین حقاني او یعقوب مجاهد، د انځورونو د خپرولو په نندارې سره پای ته ورسېد.
د دې انځورونو ترمنځ تاریخي څېرې لکه امان الله خان او سردار محمد داوود هم ښکاري، خو د حامد کرزي او اشرف غني انځورونه پکې نه وو.
سرچینې وایي، چې د دې نندارتون وروستۍ ورځ د طالبانو له امنیتي څرګندونو سره یوځای وه.
په دغو انځورونو کې د سراج حقاني انځور د «خلیفه» تر لقب لاندې خو په سور رنګ کې نندارې ته وړاندې شوی و.
سرچینې وایي، چې په دې نندارتون کې یوازې هغو کسانو ته چې د رسنیو کارتونه یې لرل، د طالبانو له لوري د تالار ساحې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه او طالبان په دې نندارتون کې داسې خبریالانو پسې ګرځېدل چې له بهرنیو افغان رسنیو سره همکاري لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد له۱۳ زیات ولایتونو کې د ژوندي موجوداتو انځور خپرول منع کړي دي؛ یوه پرېکړه چې په دې نندارتون کې عملاً ضد و نقیض ښکاري.
له دې وړاندې د رسنیو ملاتړو بنسټونو، د افغانستان د خبریالانو مرکز په ګډون، د طالبانو له خوا د دغو محدودیتونو د پراخوالي له امله جدي اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی و، چې دا ډول اقدامات به د رسنیو د کار، د بیان آزادۍ او د خلکو د معلوماتو لاسرسي پر بهیر پراخ منفي اغېز ولري.