د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وایي، چې ۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت او «د انرژۍ له فقر» سره مخ دي.
دغه سازمان همداراز ویلي، چې د لمریزې برېښنا تولید په دغه هېواد کې هیلهمندي پیاوړې کوي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ویلي چې د دغه سازمان د بیا نوي کېدونکي انرژۍ هڅې میلیونونو کسانو، کلینیکونو، کاروبارونو او ژوند ته روښنایي رسوي او په دې برخه کې بدلون رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د خپلو اوسېدونکو لپاره ډېره اړتیا وړ برېښنا له منځنۍ آسیا هیوادونو څخه واردوي. دا واردات د هېواد اوسېدونکو ته، په ځانګړي توګه د پلازمېنې اوسېدونکو ته کافي نه دي، او کابل ښار کله ناکله تیاره پاتې کیږي.
د هېواد ډېر شمېر اوسیدونکي، په ځانګړې توګه د کابل اوسیدونکي، د برېښنا له مزمن کمښت څخه شکایت کوي او وایي چې دا ستونزه یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
افغانستان په تېرو کلونو کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې له مزمنو ستونزو سره مخ و؛ یوه موضوع چې د هېواد د بېلابېلو حکومتونو پر مهال حل نه شوه.