نن د جوزا لسمه؛ د کابل ښار په زړه کې پر زنبق د څلور لاري د یوه خونړي ځانمرګي برید د ترسره کېدو، اتمه کلیزه ده.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۴۰۰ نور ټپیان شول، چې د دې پيښې ډېری قربانیان ملکي وګړي ول.
تر دې دمه هېڅ یوې ډلې په رسمي توګه د دې برید مسؤلیت نه دی منلی؛ خو د پخواني حکومت د ملي امنیت ریاست، دغه برید، حقاني شبکې ته منسوب کړی و. ورته مهال، د هېواد ګڼ شمېر وګړي د دې پېښې د عاملینو د مجازاتو غوښتنه کوي او وايي، باید دوی نړیوالو محکمو ته وسپارل شي.
دغه پېښه ارګ ته څو سوه متره نږدې وه او د یوه پاخه ټينګ امنیتي کمربند په منځ کې رامنځته شوه. ځانمرګي بریدګر، له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر موټر ته پکې چاودنه ورکړه.
د زنبق د څلور لاري پېښه:
• د ۱۳۹۶ کال د جوزا پر ۱۰مه نېټه رامنځته شوه؛
• لږ تر لږه ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات کسان ټپيان؛
• ډېری قربانیان ملکي وګړي وو؛
• قربانیانو کې، ښځې او ماشومان هم شامل وو؛
• د پېښې مسئول د حقاني شبکه ونومول شوه.
د حقاني شبکې او طالبانو تر اوسه د دې خونړۍ پيښې په اړه کوم دریځ نه دی نیولی او نه یې هم د منلو او رد په اړه څه ویلي دي.
خو تر دې مخکې طالبانو د ډېرو هغو ځانمرګو او بمي بریدونو مسؤلیت منلی چې له امله یې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل یو اوسېدونکی وايي: «د جمهوریت پر مهال ځانمرګي بریدونه او چاودنې ډېرې وې، زرګونه هېوادوال پکې ووژل شول. طالبان د هغو ټولو انتحاري او بمي بریدونو برخه ول او اوس باید مجازات شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی په دې اړه وايي: «طالبانو په پخواني ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې لاس درلود، زرګونه انسانان یې وژلي دي. اوس باید عدالت تأمین شي او د دغو پېښو عاملان باید مجازات شي.»
ورته مهال، ځینې شنونکي وایي چې طالبانو د جمهوریت له نظام سره په شل کلنه جګړه کې ، د ښځو او ماشومانو په ګډون، زرګونه افغانان قرباني کړل.
پخوانی نظامی، بسمالله تابان، وايي: «طالبانو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړې دي او د زنبق څلور لارې پېښه یې یوه بیلګه ده. طالبانو په شل کلنه جګړه کې د خلکو پر وړاندې له هرې وسیلې او لارې کار اخیستی او خلک یې وژلې دي.»
د راپورونو له مخې، طالبانو په افغانستان کې د امریکا د حضور او د پخواني حکومت له ځواکونو سره د جګړې پر مهال، د خپلو نورو تړلو شبکو په همغږۍ، پراخ ځانمرګي او بمي بریدونه کړي؛ هغه بریدونه، چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي ول.
د بشري حقونو فعاله، آزیتا نظيمي، په دې اړه داسې وايي: «په یاد مې دي چې اته کاله مخکې طالبانو پر زنبق څلور لارې برید ترسره کړ او د سلګونو هېوادوالو ژوند یې واخیست. طالبانو په دغه وحشیانه چلند سره له ښځو، نارینهوو او ماشومانو قرباني واخیسته. اوس باید د دې پېښې عاملان د نړیوالو محکمو لهخوا محاکمه او مجازات شي.»
اوس چې له دې خونړۍ پېښې اته کاله تېرېږي، خو د قربانیانو کورنیو لپاره یې درد لا هم تازه دی، او د کابل اوسېدونکي د هغې ورځې خونړۍ انځور نه دی هېر کړی.
خو یو شمېر شنونکي او د بشري حقونو فعالان بیا په دې باور دي چې د دې برید اصلي عاملین اوس په هېواد کې واکمن دي، او نړیوالې ادارې باید د عدالت د تأمین او د دا ډول پېښو عاملینو ته سزا ورکولو لپاره لاس پکار شي.