د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي څوکۍ لغوه کړی دی.
د پناه غوښتونکو د حقونو د دفاع ائتلاف له خوا خپور شوی سند ښيي، چې د افغانستان د کډوالو د انتقال د همغږۍ دفتر، چې د “کییر” په نوم پېژندل کېده، هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا لغوه شوی دی.
د دې سند پر بنسټ، ټول مسئولیتونه چې له افغانستان سره تړاو لري، اوس د دغه وزارت د سویلي او مرکزي آسیا د چارو دفتر ته سپارل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو زوارت د دې اقدام په اړه، یوشمېر سیاسي شنونکي وايي، دغه بدلونونه دا ښيي چې افغانستان نور د واشنګټن په بهرني سیاست کې هغه پخوانی ځای او اهمیت نه لري.