د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې د مې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لږ څه راټیټې شوې دي. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې دا لږ کموالی د افغانيو د ارزښت په یو څه لوړوالي پورې تړاو لري.
د راپور په وینا، سره له دې د ډېرو اساسي توکو بیې لا هم د کرونا له مخکې وختونو ډېرې لوړې دي.
د دغه راپور له مخې، د خوراکي توکو د یوه عادي بسته بندۍ بیه د تېرې اوونۍ په پرتله شاوخوا ۰.۷ سلنه کمه شوې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۶ سلنه راټیټه شوې ده. خو لا هم دا بیې د کرونا له وخته مخکې وختونو څخه ۷ سلنه زیاتې دي.
دا لږ کموالی د افغانيو د ۱.۸ سلنه پیاوړتیا له امله راغلی، چې د ځینو بازارونو لپاره لږه اسانتیا راوستې ده.
سره له دې چې بیې لږې کمې شوې دي، خو اوس هم د خوړو بیې د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د واک ته رسېدو نه مخکې د وختونو په پرتله لوړې دي. د تېر کال د همدې مودې سره پرتله، د پخلي د غوړو بیه ۱۸ سلنه او د مالګې بیه ۲۱ سلنه لوړه شوې ده، خو د ځینو نورو توکو بیې بیا ټیټې شوې دي.
د موسمي حاصلاتو له امله د سبزیجاتو بیې هم راټیټې شوې دي. د رومي بانجانو بیه د تیر کال د مې میاشتې په پرتله ۱۹ سلنه، د کچالو بیه ۱۳ سلنه، او د پیازو بیه ۲ سلنه کمه شوې ده. د مې میاشتې تر پای پورې، د رومي بانجانو بیې د ولایتونو په کچه له ۱۸ تر ۶۰ افغانیو پورې وې، د کچالو بیې له ۱۵ تر ۳۰ افغانیو، او د پیازو بیې له ۸ تر ۳۰ افغانیو پورې وې.
راپور وایي چې د بیو سیمهییز توپیرونه لا هم شته، ځکه هغه ولایتونه چې له نړیوالو پولو سره نږدې دي، د وارداتي توکو اسانه لاسرسي له امله ارزانه توکي ترلاسه کوي.
د کار بازار ته په کتو، بې مهارتو کارګرو په اوسط ډول په اوونۍ کې ۲.۴ ورځې کار موندلی، او ورځنی مزد یې شاوخوا ۳۱۵ افغانۍ دی. دا شمېرې که څه هم د روان کال له لومړیو میاشتو سره برابرې دي، خو لا هم د کرونا مخکې وختونو او د ۲۰۲۱ کال له منځنیو وختونو څخه ټيټې دي.
د ډیزلو بیه هم تقریباً باثباته پاتې شوې ده. د ملي اوسط له مخې، هر لیټر ډیزل ۵۶.۸ افغانۍ پلورل شوی، چې د تېرې اوونۍ سره توپیر نلري، او د تیر کال د همدې وخت په پرتله ۷ سلنه کمه شوې ده.