یوې باوري سرچینې آمو ته ویلي، چې دا مهال پنځلس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، او همداراز درې تنه دیني عالمان د طالبانو په بند کې بنديان دي.
ورته مهال، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو هم دوه سرچینو آمو ته ویلي، چې له دې شمېر خبریالانو ځینې یې د طالبانو لهخوا په دوه تر درېیو کلونو د بند په سزا هم محکوم شوي دي. بلخوا، یو تن چې تازه د طالبانو له بنده خلاص شوی او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، آمو ته ویلي، طالبان هیڅ ډول نیوکه نه زغمي، او هر څوک چې د دوی پر وړاندې نیوکه وکړي، نیول کېږي. طالبانو تر اوسه په دې اړه، په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
تازه، د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو د غزني ولایت د «رادیو خوشحال» مدیر مسوول، سلیمان راحل، ته درې میاشتې د بند سزا ورکړې ده.
بلخوا، د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی کس، چې د امنیتي دلایلو له مخې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، آمو ته وایي چې طالبان د نیوکې منلو زغم نه لري، او د خلکو نیوکې د نیولو، ګواښ او زور له لارې ځپي.
د طالبانو له بنده د یوه ازاد شوي زنداني وینا: «طالبانو زموږ پر کور ته یرغل راوړ، د کور د ټولو غړو پر وړاندې یې زما سر په تور پلاستیک وپوښلو، د نیولو پر مهال یې زه سخت ووهلم، تر دې چې بېهوښه شوم. د بند پر مهال هم ډېر شکنجه شوم.»
بلخوا بیا، د درې دیني عالمانو برخلیک، لا روښانه نه دی. مولوي عبدالقادر قانت، مولوي سراجالدین، او مولوي بشیر حنفي، درې هغه دیني عالمان دي چې تازه د طالبانو لهخوا نیول شوي. د دوی خپلوان آمو ته وایي، چې د دغو عالمانو کورنۍ د دوی د وضعیت په اړه اندېښمن دي.
طالبانو تر اوسه د دې نیونو په تړاو رسمي دریځ نهدی نیولی، خو د طالبانو ویاند تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د دوی په زندانونو کې له بنديانو سره ناوړه چلند نهکېږي. خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي، طالبان په تېرو درېیو کلونو کې په دوامداره توګه د نیوکه کوونکو او مخالفو غږونو د خاموشه کولو لپاره له ګواښ، نیونې او تاوتریخوالي کار اخیستی دی.