Uncategorized @ps د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۸ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري خپور شوی نوملړ ښيي چې طالبان نږدې دوه سوه د مدرسې فارغانو ته، چې د پاکستان د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه څخه فارغ شوې دي، د ماسټرۍ او لېسانس اسناد پرې وېشي.

دغه وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی به شاوخوا دوه زره ملایانو او د ځانګړو دیني مدرسو فارغانو ته د ماسټرۍ او لېسانس اسناد توزیع کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نوملړ دا هم ښيي چې ډېری کسان چې ټاکل شوې د ماسټرۍ او لېسانس اسناد ترلاسه کړي، د پاکستان د دیني مدرسو، په ځانګړي توګه د دارالعلوم حقانيه فارغان دي.

د طالبانو دا کړنه د هېواد د خلکو له پراخ غبرګون او توندو نیوکو سره مخ شوې ده.