Uncategorized @ps روغتیا

نورستان کې د پاکو اوبو کمښت؛ خلک پر کولرا ناروغۍ اخته شوي

په ختیځ کې د نورستان ولایت اوسېدونکي په دې وروستیو کې د کولرا ناروغۍ د پېښو له زیاتوالي شکایت کوي.

دوی وایي، د دې ولایت په وانټ وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا اخته شوي دي.

د نورستان اوسېدونکی احمدسعید د آمو ټلوېزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې دا ناروغي وروسته له هغې زیاته شوه کله چې وروستیو سېلابونو په یادو ولسوالیو کې د څښاک اوبه ککړې کړې او له امله یې عام خلک د پاکو اوبو له کمښت او نشتوالي سره مخ شول.

احمدسعید وایي: «له بده‌مرغه وروستیو سېلابونو نورستانیانو ته د مالي او ځاني زیان ترڅنګ د روغتیایي اوبو په برخه کې هم زیان اړولی. په دې وروستیو کې د اوبو د کمښت له امله په وانټ وایګل، دواب، کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې زیات خلک پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او لا هم دا ناروغي په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.»

نوراغا هم د یاد ولایت اوسېدونکی د یادې ناروغۍ له زیاتېدو خبره کوي او وایي ډېری دا ناروغان سپينږيري، ښځې او ماشومان دي.

دی وایي که روغتیایي ادارې لاس په کار نه شي او د کولرا مخنیوی ونه کړي ښايي لوی ناورین رامنځته شي.

نوراغا وایي: «دلته په ګڼو سیمو کې سېلابونو پاکې اوبه چټلې کړې، لومړی خو دې حکومت خلکو ته د پاکو اوبو غم وکړي او بیا دې د دوی روغتیا ته پام وکړي. که دوی همداسې ناست وي او له خلکو خبر نه وي نو دا به ډېر خلک ووژني.»

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو په نورستان کې د طالبانو د روغتیا له رئیس سره خبرې وکړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

خو د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکي هم یاده ناروغي مني او د چټک خپرېدو د مخنیوي ډاډ ورکوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وایي، په یادو سیمو کې یې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هلته روغتیايي ډلې له درملو سره یو ځای لېږلي دي څو ناروغي مهار کړي.

نوموړی زیاتوي: «اوسمهال هلته کولرا ناروغي مهار شوې ده او د خپرېدو وېره یې ختمه شوې، د شته ناروغانو درملنه شوې انشاءالله چې د خلکو اندېښنو ته به پاملرنه کېږي.»

دا اندېښنې وروسته له هغې خپرېږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه را ووتل او خلک یې د مالي او ځاني زیان ترڅنګ د صحي اوبو له کمښت سره مخ کړل.

د نورستان د ځايي خلکو په خبره د صحي اوبو د کمښت او د کولرا ناروغۍ له امله تازه دوه تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

نورستان غرنۍ سیمه ده، چې ګڼ خلک یې روغتیایي اوبه په ډېرې سختۍ تر لاسه کوي، خو سېلابونو په دې وروستیو کې هغوی ته د څښاک اوبو برابر شوي امکانات هم له منځه وړي دي.

د یادونې ده، چې د هېواد په سویلي ولایتونو کې هم پر کولرا د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

زابل کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر په تېره اوونۍ کې ۹۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

د وروستیو معلوماتو له مخې د دوی له منځه کابو ۲۰ تنه مړه شوي او نور تر درملني لاندې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په تر ټولو تازه مورد کې په غزني ولایت کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

همداراز په هلمند ولایت کې ۳۲۰ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۲۰ تنه یې مړه شوي دي.

روغتیاپالان کولرا د کولمو سخت عفونت بولي او وایي د «ویبریو کولرا» په نوم پر یوې باکتریا اخته ناروغ له سختو کانګو او نسناستي سره مخ کېږي.

دوی هم د کولرا د خپرېدو اصلي لامل د اوبو ککړوالی یادوي، چې په خبره یې تر اوسه هغه کسان پر دې باکتریا اخته شوي، ډېری د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي دي او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

روغتیاپالان د دغې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار د شخصي او د چاپېریال د حفظ الصحې رعایت یادوي.

دوی وایي هغه کسان، چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي پر شخصي حفظ الصحې سربېره باید جوش شوې اوبه ډېرې وکاروي او د نه لاسرسي په صورت کې دې د ORS مایع وکاروي.