نړۍ

د سولې ساتونکو نړیواله ورځ: تېر کال د ملګرو ملتونو ۵۷ سوله ساتونکي ځواکونو خپل ژوند بایللی

د ملګرو ملتونو د یوه سوله ساتونکي ځواک انځور.

ملګرو ملتونو د «مې میاشتې ۲۹ نېټه، د سولې ساتونکو نړیواله ورځ » په مناسبت ویلي، چې تر اوسه ۴زره او ۴۰۰ څخه زیات د سولې ساتونکي ځواکونو د سولې په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۷ تنه سوله ساتونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرش د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې اوس له هر بل وخت څخه نړۍ د دې سازمان اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «ملګري ملتونو داسې د سولې ساتنې ته اړتیا لري چې د نن ورځې واقعیتونو او د سبا د ننګونو لپاره بشپړ چمتو وي.»

له دې سره، ملګرو ملتونو د خپلې رسمي ویبپاڼې له لارې لیکلي دي: «نږدې ۸۰ کاله کېږي چې د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکي ځواکونو د نړۍ په بېلابېلو ټولنو کې د پام وړ بدلونونه راوړي دي. له لایبریا او نامیبیا نیولې تر کمبوډیا، سییرا لیون او تیمور-لسته پورې، د دوی حضور په ځینو له سیاسي او امنیتي پلوه تر ټولو ناپایدارو سیمو کې، ژغورونکی او بدلون راوړونکی و او هېوادونه یې له شخړو څخه د دوامدارې سولې پر لور خوځولي دي.»

دا سازمان سږ کال دا نړیواله ورځ د «د سولې ساتنې راتلونکی» تر عنوان لاندې لمانځي او ویلي یې دي چې د تېرې نږدې اته لسیزو په اوږدو کې به د سولې ساتونکو ځواکونو، پولیسو او ملکي کارکوونکو د ارزښتناکو مرستو درناوی وکړي.

ملګرو ملتونو لیکلي دي: «دا روحيه د پرمختګ او ګډ اقدام لپاره ده چې د یو برابر، عادلانه او دوامدار نړۍ لپاره هڅه کوي.»

د دې سازمان په وینا، دا مهال له ۶۸ زرو څخه زیات ملکي، نظامي او پولیس کارکوونکي د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ۱۱ ماموریتونو کې په نړۍ کې دنده ترسره کوي چې همېشه له پېچلو او یو بل سره تړلو او زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دي، او دا حالت د جیوپولیټیکي منظر د بدلون له امله رامنځته شوی دی. سره له دې ننګونو، د سولې ساتونکي ځواکونه لا هم په خپلو هڅو کې «ثابت قدم» پاتې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا نړیواله ورځ د دې لپاره نومول شوې، چې د سولې ساتونکو د نه ماتېدونکو خدمتونو او قربانیو، او همداراز د هغو ټولنو د انعطاف‌پذیرۍ چې دوی یې ملاتړ کوي، درناوی وشي.