افغانستان سوداګري

طالبان وايي «زرګونه» جریبه ځمکه به صنعتکارانو ته ووېشي

عکس از آرشیف

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو یو شمېر چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې «زرګونه» جریبه ځمکه به صنعتکارانو ته ووېشل شي.

عبدالغني برادر وايي، چې د طالبانو مشرتابه هبت‌الله اخوندزاده  له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح شوی دی.

د هغه په وینا، دا قانون په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو او پانګوالو ته د صنعتي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لازمې زمینې او اړوندې نورې اسانتیاوې مساعدوي.

ښاغلي برادر په کابل کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ په یوه غونډه کې، وویل: «له یوې خوا هېوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا شي او له بلې خوا د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.»

هغه زیاته کړه چې د طالبانو مشرتابه د صنعتي ساحو جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې حکم کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو مشرتابه د صنعتي ساحو جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې حکم کړی دی.

د هغه په وینا، د کابل په څلورو خواوو کې دوه دوه زره جریبه ځمکه،

 په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل شل زره جریبه ځمکه،

په کندوز ولایت کې لس زره جریبه ځمکه،

او په پاتې نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې زر جریبه ځمکه،

هغه وویل چې د کوچني صنعت او تشبثاتو لپاره په هر ولایت کې له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه ځانګړې او وسپارل شي.

ښاغلي برادر یوځل بیا له هېواده بهر سوداګرو وغوښتل ترڅو خپله پانګونه افغانستان ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یو شمېر صنعتکاران وایي چې له جدي ستونزو سره مخ دي، چې پکې د بانکونو بندیزونه، د ارزانه او کافي خامو موادو نشتوالی، د تولید لوړه بیه، د مالیاتو لوړوالی، د برېښنا نشتوالی او د برېښنا لوړ قیمت شامل دي.

د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک راپورونو له مخې، افغانستان له جدي اقتصادي ستونزو او فقر سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په روان میلادي کال کې، نږې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.