د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو و او کډوالو چارو رئیس، نادر یاراحمدي، وايي چې څلور میلیونه افغان کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د چنګاښ میاشتې تر ۱۵مې نېټې وخت لري.
د ایسنا خبري آژانس د دغه ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې ایران نوي افغان کډوال نه مني.
نادر یاراحمدي ویلي چې تر تېر کال پورې د غیرقانوني افغان وګړو شمېر دوه میلیون او ۱۰۰ زره و.
هغه زیاته کړې ده: «دوه میلیونه نور کسان هم شته چې د تېر کال د مرغومي تر ۳۰ پورې یې د سرشمېرنې کارت اعتبار درلود، خو اوس دا کارتونه نور اعتبار نه لري، نو اوس د ایران په هېواد کې د غیرقانوني افغان وګړو شمېر څلور میلیون او ۱۰۰ زره ته رسیدلی دی.»
هغه ویلي، چې تېر کال اعلان وشو چې د سرشمېرنې کارتونه به له دې کال څخه نور اعتبار ونه لري، او تر اوسه پورې د دغو کسانو له ډلې پنځوس سلنه کسانو د وتلو اجازه خبرتیا ترلاسه کړې ده.
هغه ټینګار وکړ: «د ټولو افغان وګړو سرشمېرنې کارتونه باطل شوي دي، پرته له هغو شپږو ځانګړو ډلو چې د موقتي کارت په اخستلو سره کولای شي په ایران کې پاتې شي، نور ټول غیرقانوني افغان اتباع باید د تلې تر ۱۵ پورې له هېواد وځي.»
دغه ایراني چارواکي همدارنګه د بهرنیو وګړو د ماشومانو د زده کړو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: «هغه زده کوونکي چې والدین یا قانوني سرپرستان یې په هېواد کې د اوسېدو اجازه نه لري، یوازې د تلي میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وخت لري چې د امتحانونو له ختمېدو او د کارنامې ترلاسه کولو وروسته هېواد پرېږدي.»
هغه ټینګار وکړ چې د دې ډلې زده کوونکو لپاره په راتلونکې تعلیمي کال کې د زده کړو دوام ممکن نه دی، حتی که دغه زده کوونکي په سراسري ازموینو کې ګډون هم وکړي.
هغه وویل چې د پاسپورټ لرونکو او د اقامت د تمدید اجازه لرونکو زده کوونکو لپاره وضعیت توپیر لري، او په دې برخه کې د زده کوونکو د قانوني اوسېدو پر وړاندې کومه ستونزه نشته.