افغانستان

طالبان د مدرسې فارغانو او دیني عالمانو ته د ماسټرۍ او لیسانس سندونه ورکوي

د لوړو زده‌کړو وزارت د ودانۍ انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، هغو کسانو ته چې له مدرسې فارغ شوي او د دیني عالمانو له ډلې دي او خپلې ازموینې یې ورکړې وي، د ماسټرۍ او لیسانس سندونه ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تخصص ریاست د دې پرېکړې له مخې:

هغو کسانو ته چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ازموینو ادارې ازموینه یې په بریالي ډول پای ته رسولي، د ماسټرۍ سند ورکول کېږي؛

هغو کسانو ته چې د کابل زون د «علمیه ازموینې» په دویم پړاو کې بریالي شوي وي، د ماسټرۍ او لیسانس سندونه ورکول کېږي؛

هغو کسانو ته چې د «متفرقه فوق‌العاده» ازموینه یې ورکړې وي، د لیسانس سند ورکول کېږي؛

دیني عالمانو او له مدرسې فارغو کسانو ته چې ټاکل شوې ازموینه یې ورکړې وي، د ماسټرۍ او لیسانس سندونه ورکول کېږي.

طالبانو د کابل په ښار کې د ازموینو پر بنسټ د څلورو لستونو یادونه کړې ده:

  • د کابل درېیم زون په لست کې ۳۹۰ کسان دي،
  • د فوق‌العاده لست په لړۍ کې ۸۹۰ کسان دي،
  • د کابل د ازموینو ادارې دویم لست چې ۶۲ کسان پکې شامل دي،
  • او د کابل د ښوونځیو د ازموینې دویم پړاو لست چې ۸۸۹ کسان پکې دي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې طالبانو په تازه اقدام کې د وزارتونو او دولتي پوهنتونونو د تشکیل شل سلنه کمولو پرېکړه کړې او د سرچینو په وینا، ډېری مسلکي استادان او علمي کادرونه له دندو ګوښه شوي دي.

د پوهنتونونو یو شمېر استادان وایي چې طالبان د دا ډول پالیسۍ له لارې غواړي خپل کسان د هېواد پوهنتونونو کې د استادانو په توګه ځای پر ځای کړي. دا استادان زیاتوي چې ډېری له مدرسې فارغان، چې حتی مکتب ته هم نه دي تللي، د پوهنتونونو علمي چوکیو ته معرفي کېږي.

په ورته وخت کې، شنونکي وایي چې طالبان هڅه کوي د هېواد د ځوانانو افکار د خپلې ایډیولوژۍ او طرز تفکر سره سم بدل کړي او په افغانستان کې «افراطیت او جهادیت» ته وده ورکړي.