افغانستان

د مسکو نړیوالې امنیتي ناستې ته د طالبانو بلل

په داسې حال کې چې روسي رسنیو راپور ورکړی دی چې د روسیې امنیت شورا د لومړي ځل لپاره طالبانو ته د مسکو په ۱۳مه نړیواله امنیتي ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال آمو ته وایي چې دوی تر اوسه په رسمي ډول د داسې بلنې خبر نه دې ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې امیر خان متقي په روسیه کې دی.

د تاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې چې دا ناسته د غبرګولې له ۶مې تر ۸مې نېټې پورې د روسیې په ملي مرکز کې ترسره شي.

د مسکو امنیتي ناسته د نړیوالو او سیمه ییزو امنیتي ننګونو په اړه د بحث لپاره ترسره کیږي.

روسیې، د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم له لرې کولو وروسته، اوس دغه ډله د مسکو ۱۳مې امنیتي ناستې ته بللې ده.

د تاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا لومړی ځل دی چې طالبان د مسکو نړیوالې امنیتي ناستې ته بلل شوي دي.

له دې سره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال آمو ته وایي چې دوی تر اوسه د دې بلنې په اړه رسمي معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د مسکو امنیتي ناستې د نړیوالو او سیمه ییزو امنیتي ننګونو د څېړلو په موخه، چې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د آسیا، افریقا او لاتینې امریکا څخه د لوړ پوړو امنیتي استازو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون سره ترسره کېږي.

دې ناستې ته د طالبانو بلنه په افغانستان کې هم له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د کابل اوسېدونکی وایی: «هېوادونه باید د خپلو ګټو لپاره موږ له پامه ونه غورځوي. طالبان هره ورځ فشار زیاتوي. امنیت نشته، اقتصاد خراب دی، موږ له خپلو حقونو او آزادیو څخه بې برخې یو. ظلم ډېر دی، خو نړۍ موږ له پامه غورځوي او طالبان سپینوي.»

تر دې مخکې، د روسیې سترې محکمې په رسمي ډول د طالبانو پر فعالیتونو بندیز لرې کړ، چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوي وو. له دې ټولو سره سره روسیې تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.

خو روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو او امنیتي ناستو ته د هغوی د بللو له لارې کومې سیاسي او سیمه ییزې موخې څاري؟

نه یوازې روسیې، بلکې چین، پاکستان، ایران او هند هم په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

کارپوهان په دې باور دي چې دا هېوادونه د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې دي، په ځانګړې توګه په امنیتي او اقتصادي برخو کې، او هڅه کوي چې له طالبانو سره خپل سیاسي او اقتصادي تعاملات وساتي یا یې پراخ کړي، حتی د رسميت پېژندنې په نشتوالي کې.