افغانستان

دولتي کارکوونکو تایید کړې چې د دوی معاشونه کم شوي دي

په دوو بېلابېلو ادارو کې دوو دولتي کارکوونکو آمو ته تایید کړې چې د دوی معاشونه کم شوي دي.

مخکې له دې، له کندهاره یوې باخبرې سرچینې آمو ته ویلي وو چې د طالبانو مشر تازه ، د دولتي ادارو د تشکیلاتو کمولو په دوام د دولتي کارکوونکو د معاشونو د کمښت امر هم صادر کړی دی.

له دې سره ځینې کارکوونکي ټینګار کوي چې له دوو میاشتو څخه زیات ځنډ وروسته، دوی یوازې د یوې میاشتې معاش ترلاسه کړی، او هغه هم له کمښت سره.

په ورته وخت کې، د طالبانو د مالیې وزارت یوې سرچینې آمو ته تایید کړه چې د طالبانو دغه وزارت د بودیجې له کمښت سره مخ دی. خو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په درېیو بېلابېلو ادارو کې دریو دولتي کارکوونکو آمو ته تایید کړې چې دوی یوازې د وري میاشتې معاش ترلاسه کړی، چې دوه میاشتې ځنډ یې درلود. خو هر یو یې بېلابېلې کیسې لري.

له دوی څخه دوه یې ټینګار کوي چې د دوی په معاش کې جدي کمښت راغلی دی. که څه هم یو بل کس ټینګار کوي چې د دوی په معاش کې هیڅ کمښت نه دی راغلی.

مخکې له دې، آمو لومړنۍ رسنۍ وه چې له کندهار څخه یې د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د دولتي ادارو د تشکیلاتو د کمولو په دوام د دولتي کارکوونکو د معاشونو د کمولو امر هم صادر کړی دی.

له دې سره، د طالبانو د مالیې وزارت یوې سرچینې هم آمو ته تایید کړې چې د طالبانو دغه وزارت د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

په ورته مهال، دولتي کارکوونکي ټینګار کوي چې له مرغومي میاشتې راهیسې، دوی د خپلو معاشونو په ورکړه کې د اندېښنې وړ ځنډ سره مخ دي. د تشکیلاتو د کمښت سربېره په پای کې اوس د معاشونو کمښت پیل شوی دی.

په همدې حال کې، یو دولتي کارکوونکی آمو ته وایي چې د معاش په ورکولو کې د پرله پسې ځنډ له امله، هغه او د هغه ځینې همکاران حتی د “خپلو دندو پرېښودو” په اړه فکر کوي.

راحل تلاش– د بشري حقونو فعاله وایی: «د خپل واک د ساتلو لپاره، دوی (طالبان) په سیستماتیک ډول له منځه وړل ترسره کوي، او کارکوونکي لرې کوي. ځکه چې دوی اړتیا نه لري، خپل کارکوونکي یې په بېلابېلو څانګو کې روزلي او هغوی ځای پر ځای کړي دي.»

بل خوا، سربیره پردې، په خصوصي برخه کې، د خصوصي ښوونځیو دوو ښوونکو آمو ته ویلي چې د ښوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو، او همدارنګه د خصوصي ښوونځیو د مدیرانو معاشونه، چې یو وخت د میاشتې تر پنځلس زره افغانیو پورې وو، اوس په چټکۍ سره کم شوي دي. د دوی په وینا، په خصوصي ښوونځیو کې یو ښوونکی اوس مهال په میاشت کې له درېیو زرو څخه تر پنځو زرو افغانیو پورې معاش لري.

په همدې حال کې، د طالبانو یوې سرچینې آمو ته ویلي چې تازه د طالبانو د پوهنتونونو او پوځي روزنیزو مرکزونو د کارکوونکو معاشونه له یو زرو څخه یو زره پنځه سوه افغانیو ته راټیټ شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې د ځنډ او د کمښت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د طالبانو یوه ویاند د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د دولتي ادارو د تشکیلاتو او د طالب ځواکونو د شمېر کمښت تایید کړی و.