کندهار کې یوې باخبره سرچینې آمو ته ویلي، چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د دولتي ادارو د تشکیلاتو د کمولو تر څنګ، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د راکمولو امر هم کړی دی. د سرچینې په وینا، دا امر د بودیجې د کمښت او د اقتصادي ستونزو له امله صادر شوی دی.
سربېره پر دې، درې دولتي کارکوونکي آمو ته وايي چې له دوو میاشتو څخه ډېره موده کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي.
د دولت دغو کارکوونکو زیاته کړې چې، که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، ډېر امکان شته چې دولتي کارکوونکي نور خپلو دندو ته حاضر نه شي.