کندهار کې یوې باخبره سرچینې آمو ته ویلي، چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دولتي ادارو د تشکیلاتو د کمولو تر څنګ، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د راکمولو امر هم کړی دی.
د سرچینې په وینا، دا امر د بودیجې د کمښت او د اقتصادي ستونزو له امله صادر شوی دی.
سربېره پر دې، درې دولتي کارکوونکي آمو ته وايي چې له دوو میاشتو څخه ډېره موده کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي. د دولت دغو کارکوونکو زیاته کړې چې، که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، ډېر امکان شته چې دولتي کارکوونکي نور خپلو دندو ته
په کندهار کې د باخبره سرچینې معلومات:
• د طالبانو مشر نوی حکم صادر کړی چې د دولتي کارکوونکو معاش دې کم شي؛
• دا حکم د د بودیجې د کمښت او د اقتصادي ستونزو له امله صادر شوی دی؛
• د طالبانو د مشر په حکم، د ټیټو بستونو بدلونونه هم شوي دي؛
• په دې بدلونونو کې حتا د څلورم او پنځم بست کارکوونکي د خدماتي کارکوونکو بستونو ته بدل شوي دي.
په همدې حال کې، یو دولتي کارکوونکی چې آمو ته یې پیغام استولی، ویلي دي چې دوه میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی ترلاسه کړی. هغه دا هم ویلي، چې داسې راپورونه شته چې د دولتي کارکوونکو تنخاوې ۲۵ سلنه را کمې شوي دي.
بلخوا، له دریو دولتي کارکوونکو سره چې په درېیو بېلابېلو ادارو کې کار کوي، مرکې شوې دي. دوی وایي، له دوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. دغه کارکوونکي خبرداری ورکوي که د تنخاوو ورکړه نوره هم وځنډېږي، نو دا امکان شته چې ځینې کارکوونکي نور خپلو دندو ته حاضر نه شي. تر دې وړاندې د طالبانو په مالیې وزارت کې یوې سرچینې آمو ته ویلي و، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه به روانه اوونۍ پيل شي.
یوه دولتي کارکوونکي آمو ته وویل: «شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې معاش مو نهدی ترلاسه کړی. که څه هم ځینې سرچینې وایي چې د ځینو وزارتونو معاشونه د مالیې وزارت له خوا تنظیم شوي، خو له بده مرغه زموږ وزارت تر اوسه معاش نه دی ترلاسه کړی. زموږ همکاران د دې وضعیت له امله سخت اندېښمن دي، ځکه معاش نه لري. داسې دلایل شته چې دولتي کارکوونکي په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي، او که له دې وروسته معاش پر وخت ورنکړل شي، دا ډېر امکان لري چې هېڅوک خپلو دندو ته حاضر نهشي.»
طالبانو تر دې دمه د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ او د دوی د معاشونو د کمېدو په اړه کوم رسمي غبرګون نهدی ښودلی. خو د طالبانو ویاند تر دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون ته د دولتي ادارو د تشکیلاتو د کمېدو موضوع تائید کړې وه. خو له دې سره هممهاله چې د ادارو د تشکیلاتو د کمولو لړۍ پیل شوې، څو باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې د دې لړۍ تر سیورې لاندې هغه کارکوونکي چې له پخواني حکومت سره یې کاري تجربه لرله، په ځانګړي توګه ښځینه کارکوونکي، له دندو ګوښه شوي دي. بلخوا، دولتي کارکوونکي ټینګار کوي، چې د مرغومي له میاشتې راهیسې د دوی د معاشونو ورکړه تل له جدي ځنډ سره مخ شوې ده.