افغانستان

طالبانو په پکتیا او لغمان کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په دورو ووهل

طالبانو د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۵مه) په پکتیا او لغمان ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په عام محضر کې په دورو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یو سړی او یوه ښځه «له کوره د تېښتې او له کوره تېښته کې د همکارۍ» په تور د لغمان ولایت په الینګار ولسوالی کې په دورو وهل شوي دي. د خبرپاڼې په وینا، هر یو کس په ۳۰ دورو وهل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، چې یو متهم په درې کلونو بند او بل یي په یوه کال بند محکوم شوی دی.

همدارنګه، دغې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د پکتيا ولايت د احمدآبا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته د «غلا او لواطت» په تور؛ نن دوشنبه سزا ورکړل شوه.

د خبرپاڼې په حواله، دوه متهمين پر ۳۵ـ ۳۵ دورو او درېيم متهم پر ۳۰ دورو وهل شوي دي.

د آمو له موندنې چې د طالبانو سترې محکمې له خبرپاڼو اخیستل شوي، ښيي چې د غبرګولي له پیله تر اوسه (غبرګولي ۵مه)، ۲۶ تنه چې پکې یوه ښځه هم شامله ده، په لغمان، کابل او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله د خلکو د سترګو په وړاندې د طالبانو له لوري په دورو وهل شوي دي.

ویل شوي چې طالبان یوازې د غوايي له لومړۍ نېټې تر ۳۱ پورې، ۸۱ تنه چې ۱۵ ښځې هم پکې شاملې دي، د هېواد په شاوخوا ۱۴ ولایتونو کې د خلکو د سترګو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

د بشري حقونو فعالانو دا کار د طالبانو له خوا د بشري حقونو ارزښتونو خلاف بللی او دا یې د نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه ګڼلې ده.