د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې، د طبي عالي شورا یا د «اکزت ازموینې» د نوې دورې د نومليکنې له پيلېدو خبر ورکوي، خو په دغه آزموینو کې د انجونو ګډون په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نومليکنې لړۍ به د جوزا تر لسمې نېټې پورې دوام وکړي. ورته مهال، یو شمېر هغه انجونې چې له کلونو راهيسې یې د طب په پوهنځیو کې زده کړې کړې دي، وايي چې له درېو کلونو راهیسې د طبي عالي شورا ازموینې ته د ګډون انتظار باسي، خو طالبان دوی ته د ګډون اجازه نه ورکوي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې د طبي عالي شورا ازموینې لپاره د داوطلبانو د نومليکنې نوی پړاو درې ورځې مخکې پيل شو او دا لړۍ به د غبرګولي تر لسمې نېټې پورې دوام وکړي.
دغه ازموينه، ګډونوالو ته دا فرصت ورکوي، چې که بریالي شي، نو د یوه ډاکټر په توګه به خپله مسلکي دنده پیل کړي.
خو دغې آزموینې ته داوطلبې انجونې وايي، دوی ته نه د نومليکنې او نه هم د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.
د طب یو شمېر محصلینې وايي، چې له کلونو راهیسې د دغې ازموینې په تمه وې، اوس درې کاله کېږي چې بې برخليکه پاتې دي. دغو انجونو ويلي، چې له شلو کلونو زده کړو او شپې او ورځي هڅو وروسته، اوس یې د کار فرصت له لاسه ورکړی.
نسترن، د طبي عالي شورا د ازموينې داوطلبه، وايي: «دا څووم ځل دی چې د اگزيت ازموينه اخيستل کېږي، خو موږ ته د نومليکنې اجازه نه راکول کېږي. دا زموږ لپاره د کار شرایط ډېر سخت کړي او ویلی شو چې زموږ نولس کاله زدهکړه بېفايدې شوه، بله خوا موږ کار ته اړتيا لرو.»
اورانوس، د طبي عالي شورا د ازموينې داوطلبه، وايي: «که څه هم د زده کړو حق نه دی راکړل شوی، بيا هم ما له ټولو ستونزو سره مبارزه وکړه، درس مې ولوست، خو له بده مرغه اوس دا زدهکړې بېګټې شوې، ځکه چې موږ ته د اگزیټ آزموینې د ګډون اجازه نه ده راکړل شوې. که دا ازموينه ور نکړو، نشو کولای چې دنده پیدا کړو.»
د طبي شورا ازموینه هر کال دوه ځله د عمومي طب او غاښونو د طب فارغانو څخه اخیستل کېږي، خو له هغه راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، انجونې له دې ازموینې محرومې شوې دي.
د ښځو له ګډون پرته لومړۍ ازموینه د ۱۴۰۱ لمریز کال د دلوې په مياشت کې واخیستل شوه، او تر هغې وروسته تر نن ورځې پورې د طبي څانګو فارغو انجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډېری اوسېدونکي، په ځانګړي توګه د لرې پرتو سيمو خلک، تل د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله شکايت کوي. دوی وايي، چې په ډېرو لرې پرتو سيمو کې د دوديزو عقيدو له امله ښځې نشي کولای نارينه ډاکټر ته لاړې شي، او د ښځينه ډاکټرانو نشتوالی د ميندو او ماشومانو لپاره جدي روغتيايي ګواښ ګڼل کېږي.
د فراه یوه اوسېدونکې وايي: «دلته ښځينه ډاکټره نشته، موږ هڅه کوو چې ښځينه ډاکټرې ته لاړې شو، ځکه زموږ ستونزې جدي دي او بايد ښځينه ډاکټرې ته لاړې شو. دوه درې کلينيکونه وو، هلته ښځې وې، خو هغه هم تړل شوي، ډېری ناروغانې مو همداسې مړې کېږي.»
طالبانو له درې کلونو راهيسې ښځو ته د طبي عالي شورا په آزموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې او له طبي زده کړو یې هم منع کړې دي.
بلخوا، نړيوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې دا بنديز به د ښځينه ډاکټرانو کمښت لا پسې زیات کړي او د ميندو روغتيا به له جدي ګواښ سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په هر سل زره زېږېدنو کې ۶۲۰ ميندې مري، چې دا د نړيوال منځني معيار په پرتله درې برابره زيات شمېر دی.