سویلي آسیا

په پاکستان کې څلور اذربایجاني وګړي د «داعش» سره د یوځای کېدو په تور ونیول شول

عکس از چهار عضو داعش بازداشت شده در پاکستان

د اذربایجان د استخباراتو سازمان اعلان کړی چې څلور آذربایجاني وګړي چې د داعش غړي وو، د پاکستان څخه نیولي او بېرته هېواد ته ستانه کړي دي.

دغې سازمان ویلي چې يادو کسانو غوښتل چې «داعش خراسان» سره د یوځای کېدو لپاره د پاکستان خاوره وکاروي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه څلور تنه داعش غړي مخکې له دې موخې پاکستان ته تللي وو او له افغانستان سره پر پوله ددې هېواد په غرونو کې پټ شوي وو.

که څه هم طالبان په کې افغانستان کې د داعش خراسان حضور او فعالیتونه تل رد کړي؛ خو د سیمې هېوادونو په شمول د افغانستان ګاونډیان، مخکې له دې د دغه ډلې له ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې ده.په افغانستان کې د طالبان د بیاځلي حاکمیت وروسته، داعش خراسان تر اوسه د افغانستان، ایران او روسیې په خاوره کې د څو خونړیو بریدونو مسئولیت منلی دی.

په تازه پېښه کې، د ترک دولتونو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې چې د افغانستان په اړه خپره شوې، ټینګار کړی چې طالبان دې د «ترهګرۍ» ګواښ له منځه یوسي او د دې ګواښ پر وړاندې همغږه مبارزه پیاوړې کړي.

د ترک دولتونو سازمان مشرانو دا ګډه اعلامیه په یوه «غیررسمي» ناسته کې چې د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شوې وه، لاسلیک کړې او دا اعلامیه اوس خپره شوې ده.طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نیولو او د ترک دولتونو د سازمان د ګډې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.