د آمو موندنې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس له راپورونو څخه اخیستل شوي، ښيي چې ایران او پاکستان د تیرې یوې اونۍ (د غویی ۲۶مې څخه د غبرګولي تر ۲یمې) په موده کې ۴زره او ۶۹۰ افغان مهاجرې کورنۍ ایستلي دي.
د دغو موندنو پر بنسټ، ایران په دې موده کې ۳زره او ۱۳۰ کورنۍ او پاکستان ۱زر او ۵۶۰ کورنۍ په جبري او اختیاري ډول شړلي دي.
دغه شمېرې ښيي چې په تېره اونۍ کې ۷۸۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۷۶۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۴۰ کورنۍ د پکتیا ولایت د بندر انگور له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
همدارنګه، ۹۵۲ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله، ۲زر او ۱۱۱ کورنۍ د اسلام قلعه له لارې او ۶۷ نورې کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو شورا تازه په یوه راپور کې ویلي چې له سپتمبر ۲۰۲۳ راهیسې له پاکستانه د مهاجرینو جبري ایستل پیل شوي، چې تر دې دمه له یو میلیون زیات مهاجر افغانستان ته شړل شوي دي؛ داسې هېواد ته چې دا مهال له اقتصادي سقوط، پراخې بېوزلۍ او د امنیتي ننګونو له خطر سره مخ دی.
سربېره پر دې، په دې راپور کې وړاندوینه شوې چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۶۰۰ زره نور مهاجر له پاکستانه هم وایستل شي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر یو میلیون زیات افغان مهاجر له ایرانه هم اړ شوي چې هېواد ته راستون شي.
د ناروې د کډوالو شورا وایي، افغانستان چې له وړاندې د آسیا تر ټولو ستر کورني بېځایهکیدنې له کړکېچ سره مخ و، اوس له هغو مهمو او چټکو نفوسو بدلونونو سره مخامخ دی چې دا هېواد یې په وروستیو کلونو کې شاهد و. دا هم په داسې حال کې چې د دې هېواد دوهدریمه برخه اوس د بشري مرستو اړتیا لري.
دغه شورا ټینګار کوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان هېڅ داسې څه نلري چې هغو کسانو ته یې وړاندې کړي چې هېواد ته راستنېږي. د کاري فرصتونو نشتوالی په ځانګړې توګه د هېوادوالو د بېرته ستنېدو وړتیا کمزورې کړې ترڅو خپلې کورنۍ ملاتړ کړي او په ټولنه کې یو ځای شي، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې د کور سرپرستي کوي.
همدارنګه، د ناروې د کډوالو شورا په وینا، راستنېدونکې ښځې هم له ځانګړو ننګونو سره مخ دي، چې پکې د خوځښت محدودیتونه، د امنیتي خطرونه، او د محدودې معیشتي راتلونکې شامل دي، په داسې ټولنه کې چې دوی بالاخره باید پکې میشت شي او د یوځای کېدو لارې ومومي.