رویټرز راپور ورکړی هغه انځور چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي افریقا له ولسمشر سره د یوې جنجالي غونډې په ترڅ کې په هیواد کې د «د سپین پوستو بزګرانو د قتل عام» د ثبوت په توګه ښودلی و په حقیقت کې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د خونړیو نښتو صحنه وه.
دا انځور د هغه ویډیو څخه دی چې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د رویټرز خبریال لخوا د ختیځ کانګو په ګوما ښار کې ثبت شوی و، چې مرستندویه کارکوونکي د M23 یاغي ډلې د برید قربانیانو د جسدونو د لیږدولو په حال کې ښيي. دا ویډیو تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۳مه خپره شوې وه او د رویټرز د حقایقو د پلټنې ټیم لخوا یې ریښتینولي تایید شوې وه.
د سپینې ماڼۍ د یوې رسمي ناستې په جریان کې ټرمپ د پېښې د ځای چاپ شوی انځور پورته کړ او ویې ویل: «دا ټول سپین پوستي بزګران دي چې د ښخولو په حال کې دي.»
هغه دا انځور د محافظه کاره ویب پاڼې «امریکن تېنکر» د یوې مقالې د یوې برخې په توګه معرفي کړ هغه مقاله چې په جنوبي افریقا او کانګو کې د نژادي تاوتریخوالي په اړه لیکل شوې خو د انځور په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.
د دې مقالې لیکوالې اندریا ویدبرګ وروسته په یوه څرګندونه کې وویل چې انځور «غلط پېژندل شوی» خو بیا یې هم د مقالې له محتوا څخه دفاع وکړه هغه محتوا چې د سیریل رامافوسا حکومت یې «وکمپال او بې کاره» بللی او په سویلي افریقا کې یې «په سپین پوستو لږکیو باندې مخ په زیاتیدونکي فشار» ته اشاره کړې.
د دې انځور کارول د رویټرز خبریال او د ویډیو اصلي جوړوونکي جفر الکتنتي له سخت غبرګون سره مخ شو.
هغه وویل: «ولسمشر ټرمپ په کانګو کې زما د اخیستل شوي انځور څخه کار واخیست ترڅو ښکاره کړي چې په سویلي افریقا کې سپین پوستي خلک د تور پوستو لخوا وژل کیږي. دا زما لپاره ټکان ورکوونکې وه.»
سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې پېښې اړوند له څه ویلو ډډه کړې.
د ټرمپ دې اقدام واشنګټن ته د رامافوسا د رسمي سفر په جریان کې ترینګلې فضا نوره هم زیاته کړې. د ټرمپ ادارې مخکې د جنوبي افریقا د حکومت پالیسۍ «د سپین پوستو د ګټو خلاف» بللې وې چې دا ادعا یې د رامافوسا حکومت په کلکه رد کړې ده.
د ناستې په جریان کې ټرمپ بحث ودراوه او یوه ویډیو یې وښودله چې هغه یې د «د سپین پوستو بزګرانو د نسل وژنې د شواهدو” په توګه وړاندې کړه، هغه ادعا چې د بشري حقونو سازمانونو لخوا په مکرر ډول رد شوې او سرچینه یې په انټرنیټ کې په عمده توګه ښي اړخي کړۍ دي.
ټرمپ د خپرو شویو مقالو لړۍ بیاکتنه هم وکړه او د «مرګ، مرګ، مرګ وحشتناکله مرګ» د کلمو په تکرار سره یې هغه هڅه وکړه چې خپله ادعا پیاوړې کړي.
رامافوسا د ناستې په جریان کې ځواب ورنه کړ خو وروسته یې خبریالانو ته وویل: «جنوبي افریقا به د تفرقې اچونې او غلط معلوماتو پر بنسټ لوبو کې برخه وانخلي.»