د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چین ژمنه کړې چې له افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ژمنه د چین د پراختیایي همکارۍ ادارې مشر چن ژیاوډونګ په بیجینګ کې د امیر خان متقي سره د لیدنې پر مهال وکړه.
د دې خبرپاڼې له مخې ښاغلي ژیاوډونګ په دې غونډه کې همداراز هیله څرګنده کړې چې د هغه هیواد به وکولی شي له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له نوموړي غوښتي چې د هغه په مشرۍ په پرمختیایي فعالیتونو کې افغانستان ته لومړیتوب ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړې چې د چین او افغانستان ترمنځ د کرنې، انرژۍ او اوږدمهاله پروژو په برخو کې نږدې همکاري رامنځته شي.
یادې چینایي ادارې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې بیجینګ د سه شنبې په ورځ د غویي په ۳۰مه، د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غیر رسمي درې اړخیزې ناستې کوربه هم و.
د دې غونډې په څنډه کې امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا ناستې وکړې او دواړو خواوو د اقتصاد په برخه کې د همکارۍ د پراخولو او «ترهګرۍ» سره د مبارزې په اړه بحث وکړ.
د پرونۍ غونډې په اړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې غونډه کې «د ترهګرۍ سره د مبارزې، په سیمه کې د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره په ګډې ژمنې ټینګار وشو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په څرګندونو کې زیاته شوې چې دواړو خواوو د سیاسي تعاملات په زیاتوالي د اړیکو چینلونو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو هوکړه کړې.
له بل لوري متقي چین د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي ملګری بللی او بیجینګ ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.