سرچینې آمو ته وايي چې طالبانو یو ځل بیا دیني عالم عبدالقادر قانت د سه شنبې په ورځ د غویي په ۳۰مه په کابل کې نیولی.
د هغه یو شمېر خپلوان وايي چې د ښاغلي قانت د نیول کېدو لامل دوی ته روښانه نه دی.
دوه سرچینې تاییدوي چې د دغه دیني عالم له نیول کېدو وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونو د هغه پر کور چاپه ووهله او د هغه ځیرک ټلیفون یې له ځانه سره یوړ.
دا څلورم ځل دی چې طالبان دا دیني عالم نیسي او د سرچینو په وینا هغه تر دې وړاندې د طالبانو په پالیسیو د نیوکې او په تلویزیوني پروګرامونو کې د انتقادي څرګندونو له امله نیول شوی و.
طالبانو تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه دیني عالم د نیولو په غبرګون کې د هېواد پخواني ولسمشر لمړي مرستیال امرالله صالح وویل چې هغه د طالبانو د استخباراتي ځواکونو لخوا د «د طالبانو د ظلم، له تعصب ډک چلند او د دې ډلې د مشر هیبت الله اخوندزاده د ناپوهۍ» په اړه د نیوکو کولو له امله نیول شوی دی.