افغانستان

سرچینه: هره ورځ تر ۳ زرو پورې کډوال له ایران څخه ایستل کیږي

A group of Afghan migrants near a camp from where they are sent back to Afghanistan.

په تهران کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې آمو ته وویل چې په ایران کې د افغان وګړو لپاره د وروستۍ نېټې په پای ته رسېدو سره هره ورځ په اوسط ډول له دوو څخه تر دریو زرو پورې افغان کډوال له دې هېواد څخه ایستل کیږي.

سرچینې وویل چې د ایراني چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د تنباکو کمپ په تهران کې یو له هغو سیمو څخه ده چې کډوال د ویستلو دمخه ورته لېږدول کیږي. د ویرې، ناڅرګندتیا او جلاوالي څخه ډک ځای. هغه کډوال چې په خپله خوښه راځي یا په زور شړل کېږي له دې ځایه بېرته راستنیږي.

غیاث الدین یو ۷۰ کلن سړی چې له ۴۰ کلونو راهیسې په په جلاوطنۍ کې ژوند کړی. هغه د تهران په کوڅو کې د سبزیجاتو پلورلو له لارې خپل په مخ وړلو، هغه وايي چې غربت هغه له خپل وطن څخه وشړلو، اوس بیرته راستنېدل ورته یوازې فقر او بې وسي راوړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې افغانستان سږکال د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲۱۶ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري خو تر اوسه پورې د دې شمېر یوازې ۲۵٪ ورکړل شوي دي.

دا سازمان د افغانانو د ژوند د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي چې په پولو کې راستنېدونکو ته ورکړل شوې نغدي مرستې د تېر په پرتله اووه چنده کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر وویل: «موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې خپلې پانګونې پرېنږدي په لاره کې پاتې شي او سیاسي او مالي ملاتړ چمتو کړي ترڅو بې ځایه شوي خلک بېرته راستانه شي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»

د دغه سازمان د راپور له مخې د کډوالو د راستنېدو د نوې څپې له پیل سره له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۳ میلیونو څخه ډېر خلک بیرته راستانه شوي دي.

ورته مهال په ایران کې د افغانستان د سفارت یوه سرچینه وايي چې په اوسط ډول هره ورځ له ۲ څخه تر ۳ زرو پورې کډوال یا په خپله خوښه یا په زور له دې هېواد څخه ایستل کیږي. سرچینه ټینګار کوي چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې آمو ته ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ایران ته د خپل وروستي سفر په جریان کې د نورو مسایلو تر څنګ له ایراني چارواکو سره د کډوالو د ایستلو په اړه هم خبرې کړې دي.