د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستنېدونکي ډیری کډوال له پراخو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
دې سازمان په ایکس کې لیکلي چې په تېره میاشت (اپریل) کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه په زور او په خپله خوښه راستانه شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د ملاتړ او د ژوند ژغورونکو روغتیایی خدمتونو د چمتو کولو پرته به دا راستنېدونکي د ناروغیو د خپرېدو، اړینو روغتیابي خدمتونو ته د نه لاسرسي په ګډون ډېرو خطرونو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د خپلو مرستندویه ادارو په بودیجه کې د پام وړ او جدي کمښت خبرداری ورکړی.
د پاکستان او ایران څخه د کډوالو جبري ایستل د اقلیمي بحران سره یوځای د هغو عواملو څخه دي چې په هېواد کې یې بشري بحران لا پسې سخت کړی.
له پاکستان څخه راستنېدونکو تر دې وړاندې آمو ته ویلي وو چې د دوی ملکیتونه او شتمنۍ د پاکستاني پولیسو لخوا د دوی د جبري شړلو پرمهال ضبط شوې وې او اوس دوی په افغانستان کې د ژوند د مخته وړلو له ګڼو ننګونو سره مخ دي.