افغانستان

په یوه ورځ کې د افغان کډوالو ۸۰۸ کورنۍ له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي

عکس از مهاجران افغانستان هنگام اخراج از پاکستان

پاکستان او ایران په تېره یوه ورځ (دوشنبه، د غویي ۲۹مه) ۸۰۸ افغان کډوالې کورنۍ په زور او په خپله خوښه له خپلو هېوادونو ویستلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې دا کورنۍ د ننګرهار، کندهار، پکتیکا، نیمروز، هلمند او هرات ولایتونو له پولو یادو هېوادونو ته داخلې شوي.

د دې خبرپاڼې له مخې ایران ۶۲۸ او پاکستان ۱۷۱ کډوالې کورنۍ له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

په تېره یوه ورځ کې، ۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۰۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او یوه کورنۍ د پکتیکا د انګور هډې له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

ورته مهال ۱۷۲ کورنۍ د پُل ابریشم له پولې، ۹ کورنۍ د بهرامچې له پولې، او ۴۴۷ نورې کورنۍ د اسلام کلا پولې څخه هېواد ته راغلي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳.۴ میلیونه کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه سازمان په وینا یوازې په تېره میاشت کې له پاکستان او ایران څخه له ۲۵۰ زرو څخه ډېر کډوال ایستل شوي دي چې لویه برخه یې په جبري توګه ایستل وو.

ملګرو ملتونو افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې د راستنېدو بهیر باید په خپله خوښه وي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او ایران کې د کډوالو ژوند د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کېږي. له کار څخه ګوښه کول، د کډوالو سره د کار کولو په وړاندې ګواښونه، په زده کړو باندې محدودیتونه، د ویزو نه تجدید، کور په کور تفتیش، جبري توقیف او شړل، او حتی د کډوالو څخه د باج اخیستنې داسې کیسې شته چې د هېواد وګړي په ایران او پاکستان کې یادونه کوي.

پاکستان د نوي کال له پیل راهیسې د خپل هېواد څخه د کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی او دا بهیر تر اوسه پورې په شدت سره دوام لري.

شمېرنې ښیي چې هره ورځ شاوخوا ۲ زرو څخه تر ۳ زرو پورې افغان کډوال یا په خپله خوښه یا په زور له پاکستان څخه وځي.