په کندهار کې د طالبانو د مشر لخوا د مالي برخې له بشپړ کنټرول سره هم مهاله، دوی د څلورم پرله پسې کال لپاره ملي بودیجه د ټولو له نظره پټه ساتلې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت د رسمي پاڼې په اړه د آمو څېړنې ښيي چې د نږدې دوه میاشتو په تېرېدو سره، دغه وزارت د افغانستان د عادي او پراختیایي بودیجې په اړه حتی لږ معلومات هم نه دي خپاره کړي.
خو له بلې خوا، که څه هم د بودیجې جزئیات لا هم روښانه نه دي، د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي تدارکاتو کمېسیون، چې غونډې یې د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره کېږي، یوازې په غویي میاشت کې پنځه ویشت لویې پراختیایي پروژې تصویب کړې دي.