افغانستان

د ایران لوړ پوړی امنیتي چارواکی: د افغان کډوالو پېژندنه او ویستل باید دوام ومومي

د ایراني ځواکونو عمومي مشر احمد رضا رادان وايي چې د افغان کډوالو پیژندنه او شړل چې ایراني چارواکي یې «غیرقانوني بهرني وګړي» بولي، باید دوام ومومي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د «فراجا» د قوماندانانو، مرستیالانو او مدیرانو د اتلسمې ملي غونډې په دویمه ورځ هغه د «روږدي کسانو» په ګډون د افغان کډوالو د راټولولو او ایستلو د پروسې پر دوام ټینګار وکړ.

هغه دې ته په اشارې سره چې په دې هېواد کې غلاګانې او د ګرځنده تلیفونونو غلاوې زیاتې شوې دي، وویل: «له موږ څخه د خلکو د غوښتنو لوړه کچه د غلا په برخه کې ده؛ موږ باید د غلا سره د مبارزې لپاره تر ټولو زیاتې هڅې، پاملرنه او امکانات په کار واچوو، پدې برخه کې باید مخنیوی معنی لرونکی کړو او د جرمونو سیمې وپیژنو.»

د ایران د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د خپل قوماندې لاندې ځواکونو ته امر کړی چې د غلا او لوټمارۍ له پیښو سره په زور سره مقابله وکړي او په دې برخه کې له ټولو وسایلو او اسانتیاوو څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو ایراني چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې یو شمېر افغان کډوال په هېواد کې په «غلا او انسان تښتونو» کې ښکیل دي.

خو د هېواد یو شمېر وګړي وايي چې له ایران څخه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته په جبري توګه شړل کېدو په ګډون له جدي ستونزو سره مخ دي چې د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

له بل لوري په ایران کې د هیواد ځینې کډوال هم د ایراني پولیسو لخوا د «ناسم غیر انساني چلند، سپکاوي او وهلو» په اړه شکایت کوي.