نړۍ

ایف بي آی د کالیفورنیا په پالم سپرینګز کې بم اېښودونکی پېژندلی

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې پلټونکو د کالیفورنیا په پالم سپرینګز کې د زیږون کلینیک ته نږدې د بمي چاودنې سره تړاو لرونکی یو شکمن کس پیژندلی دی، او زیاته یې کړه چې هغه «غیر اخلاقي نظریات» لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د (اېف بي آی) چارواکو شکمن کس ۲۵ کلن دی او ګی اډوارډ بارټکوس نومېږي.

د اېف بي آی د لاس انجلس د ساحوي دفتر مرستیال رییس اکیل ډیوس په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ ډاډه یو چې ښاغلی بارټکوس زموږ اصلي شکمن دی. هغه بې معنی فکرونه لري او دا د زیږون خدماتو په بنسټونو باندې یو هدفمند برید و. تېروتنه مه کوئ، موږ له دې موضوع سره د یو قصدي ترهګریز اقدام عمل په توګه عمل کوو.»

دا پېښه د شنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار له ۱۱ بجو وړاندې هغه وخت رامنځته شوه چې د امریکا د زیږون مرکز لخوا اداره کېدونکي د زیږون کلینیک څخه بهر یا نږدې يو موټر کې چاودنه وشوه.

په چاودنه کې یو کس ووژل شو او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شول. چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د چاودنې له امله په کلینیک کې ساتل شوي جنینونه زیانمن شوي نه دي.

اکیل ډیویس وویل چې اېف بي آی باور لري چې بارټکوس په چاودنه کې وژل شوی او هغه هڅه کوله چې برید په ژوندۍ بڼه خپور کړي. د هغه جسد د یو نقره یي ۲۰۱۰ فورډ فیوژن موټر ته نږدې موندل شوی، ښاغلي ډیویس زیاته کړه چې اېف بي آی د شکمن کس د کور پلټنه د محکمې لخوا تصویب شوې ده.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ: «موږ باور نه لرو چې د خلکو لپاره کوم ګواښ شتون ولري، ایف بي آی د خپلو څېړنو د یوې برخې په توګه یو احتمالي منشور په لټه کې ده.»

د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې په یوه ویب پاڼه کې داسې پیغامونه شته چې ښکاري د شکمن کس سره تړاو لري او هغه پکې د انسان د ژوند اخیستلو پر ضد کمزوری دلیلایل وړاندې کړي دي.

د لاس انجلس ټایمز د توضېحاتو له مخې، لیکوال لیکلي: «په اصل کې زه د مرګ مینه وال یم.»