ورزش

کندز کې د کلبونو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د کندز ولایت د کرېکټ ریاست مسوولانو د کلبونو ترمنځ د کرېکټ سیالیو له په لار اچولو خبر ورکړ او د دې سیالیو موخه د دغه ولایت د ډلې لپاره د غوره څېرو پېژندل بولي.

د کرېکټ د مسوولانو په وینا دغه سیالۍ د ۲۲ کرېکټ کلبونو ترمنځ د ۲۵ ورځو لپاره ترسره کېږي او هغوی هیله‌مند دي چې خلک یې د نندارې لپاره راشي.

د کندز ولایت د کرېکټ رییس حاجي امدادالله شینواري د دغو لوبو د ترسره کولو موخه خلکو ته د کرېکټ د وړتیاوو ورپېژندل ګڼلې ترڅو هغوی په راتلونکي کې د هېواد د ملي لوبډلې د ابي جامو په اغوستو په نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

کرېکټ په کندز کې ډېر مینوال لرونکی ورزش

اخوا، کندز ولایت کې د کرېکټ لوبغاړو د دغو لوبو له پيله خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: “زموږ د وړتیاوو د څرګندولو لپاره د دغو سیالیو په لار اچول ډېر ګټور او ارزښتناک دي.»

د دغو لوبغاړو په وینا، د کرېکټ سیالیو پیل په هېواد او کندز ولایت کې د کرېکټ د ودې لامل کېږي او ځوان لوبغاړي خپله وړتیا او استعداد په سمه توګه نندارې ته وړاندې کولای شي.

په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې کرېکټ کلبونو ترمنځ د لوبو له پيله خوښ دي او وايي چې دغه لوبې د هغوی د بوختیا لامل شوې دي.

د کندز ولایت یو اوسېدونکی اصف مومند زیاتوي: «ډېر خوښ یم چې د کرېکټ لوبې پيل شوې دي او زه نن د دغو لوبو نندارې ته راغلی یم په رښتیا هم ښه حس لرم او د کندز له ټولو اوسېدونکو غواړم چې د دې لوبو د نندارې لپاره راشي او د خپل ولایت د کرېکټ له لوبغاړو ملاتړ وکړي.»

کندز کې ګڼې لوبډلې د کرېکټ ورزش په برخه فعالیت لري او دغه لوبې د ۲۲ ډلو په حضور پیل شوې دي. ټاکل شوې چې د دغو سیالیو په پای کې د کندز ولایت له لوبډلې غوره او وړ استعدادونه وټاکل شي.